رجوع
د قران کریم د سپکاوی د عاملینو د ښکاره مجازاتو غوښتنه وشوه
تاريخ النشر: 1390/12/13 0:0رمز الخبر: 9003المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د ملی یووالی او له بهرنیو پوځی اډو سره د مخالفت جبهې د قران کریم د نسخو د سوځونې پېښې په غندلو سره ګواښ وکړ، چې په افغانستان کې د بهرنیو اډو شتون اسلامی مقدساتو ته د سپکاوی د دوام په معنا دى.
امریکایی ځواکونو د دې میاشتې په سر کې د پروان ولایت اړوند د بګرام په پوځی اډه کې، د قران کریم څلور نسخو ته اور ورته کړ او دغه کار د خلکو غبرګونونه راوپارول او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د لاریونونو لامل شو.
په هغو لاریونونو کې چې تېره اونۍ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د قران کریم د سوځونې پرخلاف ترسره شول او ځینې لاریونونه پر تاوتریخوالی هم واوښتل، د امریکایی سرتېرو په ګډون تر دېرشو زیات کسان ووژل شول او 270 نور ټپیان شول.
په هغې غونډه کې چې نن (د کب 13مه) د افغانستان د ملی یووالی او له بهرنیو پوځی اډو سره د مخالفت جبهې په دفتر کې جوړه شوې وه، د دې جبهې دوره یی رییس انجنیر احمدشاه احمدزی وویل، دا لومړى ځل نه دى چې قران کریم او نورو مقدساتو ته سپکاوى کېږی او ملت نور نه شی کولاى دې ډول کړنو ته اشتباه ووایی.
د افغانستان د ملی یووالی او له بهرنیو پوځی اډو سره د مخالفت جبهه، مجاهدینو ته اړونده له ځینو شخصیتونو څخه جوړه شوې ده.
احمدزی، چې د مجاهدینو د حکومت پرمهال یې د لومړی وزیر په توګه هم کار کړى دى، له خلکو او حکومت څخه وغوښتل، ترڅو له مقدساتو دفاع وکړی او په دې لار کې اوچت ګامونه پورته کړی.
احمدزی د امریکایی ځواکونو دغه کار یو غیر انسانی او د نړیوالو موازینو خلاف کار وګاڼه او زیاته یې کړه، ترڅو چې په افغانستان کې بهرنی ځواکونه شتون ولری، په افغانستان کې سوله او امنیت نه شی ټینګېداى.
د پیامبر اعظم په نوم د فرهنګی او تبلیغی بنسټ رییس سید محمدهادی هادی، په خپلو خبرو کې د قران کریم د نسخو سوځونه د ټول بشریت خلاف د جګړې اعلان وګاڼه او زیاته یې کړه: ((قران کریم په ټولې بشری نړۍ پورې اړوند دى.))
نوموړی دغه جګړه د ارزښتونو خلاف جګړه وګڼله او له ولسمشر څخه یې وغوښتل، ترڅو د اساسی قانون له مخې له اسلام څخه دفاع وکړی او د ملت پر وړاندې ځواب ورکړی.
په ولسی جرګه کې د کاپیسا ولایت پخوانی استازی او د دې جبهې غړی حاجی فرید وویل، چې د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې څو امپراطوریو پر دې هېواد یرغل کړى دى؛ خو د دې خاورې مقدساتو ته یې سپکاوى نه دى کړى.
نوموړی د بهرنیو ځواکونو دغه کړنه وغندله او د دې پېښې د عاملینو د ښکاره څېړنې او مجازاتو غوښتنه یې وکړه.
د دې جبهې ویاند وحید مژده، د افغانستان د ملی یووالی او له بهرنیو پوځی اډو سره د مخالفت جبهې د دریځ څرګندوى، اته ماده ییز پرېکړه لیک په لوستلو سره وویل: ((د بهرنیو ځواکونو شتون د امنیت د ټینګښت لامل نه دى، بلکې وضعیت نور هم خرابوی.))
په دې پرېکړه لیک کې راغلی دی، چې امریکایانو د دې ډول کړنو په تکرارولو سره، وښوده چې د مسلمانانو ارزښتونه دوى ته هېڅ اهمیت نه لری او له همدې امله په افغانستان کې د دوى د شتون دوام اسلامى مقدساتو ته د دوى د سپکاوی، د شپی عملیاتو په وسیله د بې ګناه وګړو د وژلو او د بې ګناه افغانانو د بندی کولو د لړۍ د دوام په معنا دى.
د دې پرېکړه لیک په بله برخه کې د بهرنیو ځواکونو دغه ډول کړنه، د دودیزې لویې جرګې له پرېکړه لیک څخه سرغړونه وګڼل شوه او له حکومت څخه وغوښتل شول، هرڅومره ژر چې کېداى شی له امریکا سره دې د ستراتیژیکو همکاریو د سند په اړه مذاکرات پاى ته ورسوی.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشر کرزی تېره اونۍ په خپله خبری ناسته کې د بګرام په پوځی اډه کې د قران کریم سوځونه په کلکه غندلې وه او له افغانانو یې وغوښتل، ترڅو خپله ارامتیا وساتی او د هېواد د سولې او ثبات دښمنانو ته اجازه ورنه کړی، چې د دوى له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما، افغان ولسمشر حامد کرزی ته د یوه لیک په ترڅ کې د بګرام په پوځی اډه کې د قران کریم او نورو مذهبی کتابونو له سپکاوی څخه د افغانستان له خلکو او حکومت څخه بښنه غوښتنه کړې وه.
اوباماویلی، چې د بګرام پېښه یوه غیر قصدی پېښه وه او په دې اړه یې له څېړنو څخه ولسمشر کرزی ته ډاډ ورکړى دى.