رجوع
لومړنۍ پایلې ددې ښودنه کوی د اسلامی شورا په ټاکنو کښې 64/2 سلنه ایرانیانو ګډون کړی
تاريخ النشر: 1390/12/13 0:0رمز الخبر: 9004المصدر: ایرکا خبری آژانس

د اسلامی شورا د ټاکنو د پایلو مقدماتې نتیجې ددې ښودنه کوی چې تراوسه د 21 مرکزونو رایی پریکنده شوی دی چې مهمه ېې له قم ولایت څخه د دوه لکو اویا زره او 382 رایو سره د علی اردشیر لاریجانی کامیابیدل دی .
د لومړنیو شمیرنو له مخې له تهر ان ښار څخه تر اوسه 708 صندوقونه شمارلی چې پکې غلامعلی سیدمحمدحسن ابوترابی فرد، مرتضی آقاتهرانی، سیدمسعود میرکاظمی، سیدعلیرضا مرندی، علی مطهری، احمد توکلی، سیدمحمود نبویان،محمد کوثری او بیژن نوباه له لومړی تر لسم نمبر پوری مقامونه ترلاسه کړی دی ؟.
له دې حوزې دیرش کسان اسلامی شورا یا پارلمان ته لاره مومی .
له بلې خوا د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر مطفی محمد نجار د اسلامی شورا د نهم پړاؤ د ټاکنو مقدماتې پایلې اعلان او ویې ول په دغو ټاکنو کښې څلور شپیته عشاریه دوه سلنه خلکو ګډون کړی ؤ .
هغه وویل دغه شمیرنه قطعی نه ده او رایو تر بشپړو شمیرلو پورې ممکنه ده بدله شی .
د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل د رایو شمیرل بیګا د رایو اچونو د بهیر له ختمیدو سمدستې وروسته پیل شوی او تراوسه د 40 زرو او 530 مرکزونو رایو شمیرل شوی دذی .
په دغو ټاکنوکښې د خلکو د ګډون د مخنیوې لپاره د لویدیځ له ډیرو دباوونو او لګښتونو سره سره پرون د ایران ملت په پراخ ډول د پارلمان په ټاکنوکښې ګډون وکړ او لس ساعته نور هم د رایو ور کولو موده تمدید شوه .
د ایران له 75 ملیون نفوس څخه 48 ملیونه دوه لکه دوه اتیا زره 799 کسان د رایو ورکولو شرایط لری .
په دغو ټاکنوکښې 3400 کاندیدان د اسلامی شورا د 290 څوکیو لپاره سیالۍ وکړی .
کابو 1300 کورنیو ، 350 بهرنیو خبریالانو د اسلامی شورا نهم پړاؤ ټاکنو ته خبری پوښښ ورکړ .