ولسی جرګې ته معرفی شوو ټولو نهو کاندید وزیرانو نن د باور رایه ترلاسه کړه. شاوخوا دوه اونۍ مخکې ولسمشر حامد کرزی محمد اسماعیل د اوبو او برېښنا وزارت، انجنیر امیرزى سنګین د مخابراتو وزارت، ډاکتر ثریا دلیل د عامې روغتیا وزارت او ډاکټر حسن بانو غضنفر د ښځو چارو وزارت لپاره د کاندید وزیرانو په توګه جرګې ته ور وپېژندل. دغه راز ډاکتر عبیدالله عبید د لوړو زده کړو وزارت، ویس احمد برمک د کلیو پراختیا وزارت، داوود علی نجفی د ترانسپورټ او هوایی چلند وزارت، حسن عبداللهى د ښار جوړونې وزارت او انجنیر نجیب الله اوجن د فواید عامې وزارت کاندید وزیران دی. یادو وزیرانو په تېرو څو ورځو کې جرګې ته خپل کاری پلانونه وړاندې کړل او نن ورته د رایې صندوقونه کېښودل شول. نن په ولسی جرګه کې 240 وکیلان حاضر وو او کاندید وزیر باید د بریالیتوب لپاره 121رایې تر لاسه کړې واى. د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ لپاره کاندید وزیر امیرزی سنګین د 190 موافقو، 27رد، د عامې روغتیا لپاره کاندید وزیرې ثریا دلیل د 199 موافقو ، 28 رد او د ښځو چارو لپاره کاندید وزیرې حسن بانو غضنفر د 191 موافقو او 34 رد رایو په لرلو سره وکولاى شول، چې د باور رایه ترلاسه کړی. دغه راز د ښار جوړونې لپاره کاندید وزیر حسن عبداللهی د 207 موافقو، 22 رد، د ترانسپورټ او هوانوردۍ لپاره کاندید وزیر داوود علی نجفی د 179 موافقو او 41 رد او د لوړو زده کړو لپاره کاندید وزیر عبیدالله عبید د 199 موافقو او 23 رد رایو په لرلو سره جرګې بریالی اعلان کړل. د فواید عامې لپاره کاندید وزیر نجیب الله اوجن د 207 موافقو او 17 رد او د کلیو پراختیا وزارت لپاره کاندید وزیر ویس احمد برمک د 212 موافقو او 9 رد رایو او اسماعیل خان د 175 موافقو او 35 رد رایو په درلودو سره بریالی وپېژندل شول. یادو ټولو وزیرانو په داسې حال کې د باور رایه ترلاسه کړه، چې حامد کرزی تر دویم ځل ولسمشر کېدو وروسته د نوې کابینې 25 غړی په دریو پړاوونو کې جرګې ته ور وپېژندل، خو جرګې یواځې 19 تنو ته د باور رایه ورکړه او نور یې رد کړل. رد شوو وزیرانو له هغه وروسته تر ننه د سرپرست وزیرانو په توګه دنده ترسره کوله. د یادولو ده، چې محمد اسماعیل خان، انجنیر امیرزى سنګین، ثریا دلیل، حسن بانو غضنفر، ډاکتر عبیدالله عبید، ویس احمد برمک او داوود علی نجفی هغه کسان دی، چې د ولسی جرګې په تېره دوره کې هم د همدغو وزراتونو لپاره د کاندید وزیرانو په توګه جرګې ته معرفی شوی وو، خو د باور رایه یې ترلاسه نه شوه کړاى. دغه راز عبیدالله عبید او ویس برمک هم مخکې د همدغو وزارتونو لپاره د کاندید وزیرانو په توګه جرګې ته معرفی شوی و، خو دوى هم د باور رایه نه وه ترلاسه کړې. جرګې د خپل کورنیو دندو د اصولو له مخې رد شوو وزیرانو ته رایه نه شواى ورکولاى، خو په دغو اصولو کې یې تعدیل راوست، تر څو یادو کسانو ته د رایې ورکولو زمینه برابره شی.