د فرانسې دفاع وزیر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لپاره د نېټې له ټاکلو او یا د دې موضوع له مطرح کولو سره مخالفت وکړ. دا په داسی حال کې ده، چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما اعلان کړى، چې د راتلونکی کال له جولایه به له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو پیل وکړی. خو بریتانیا بیا ویلی، چې د 2014 تر پایه به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسی. د فرانسې دفاع وزیر هیرف مورین وویل، چې له افغانستانه د فرانسوی ځواکونو د ایستلو په باب غږېدل به منفی نتیجې ولری. فرانسه په افغانستان کې درې نیم زره پوځیان لری، چې د ناټو ترمشرۍ لاندې د ایساف په چوکاټ کې فعالیت کوی. مورین په یوه مرکه کې، چې پرون لا کروکس ورځپاڼې خپره کړې وه، ویلی، چې دوی په افغانستان کې د دوو تښتول شویو فرانسوی ژورنالیستانو د خلاصولو په خاطر د خبرو لپاره څو چاینلونه پرانستی دی. دادوه فرانسوی ژورنالیستان نژدې اووه میاشتې پخوا د تېر میلادی کال په وروستۍ ورځ له دریو افغان ترجمانانو سره هغه مهال وتښتول شول، چې له تګابه سروبی ته روان و.