د افغانستان د علماوو شورا، په کندهار کې د امریکایی ځواکونو له خوا د ملکی وګړو وژنه په کلکه وغندله، د عاملینو د علنی محاکمې او هغو ته یې د سختې سزا غوښتنه وکړه. امریکایی ځواکونو دوه ورځې مخکې د کندهار د پنجوایی ولسوالۍ د زنګ اباد په سیمه کې په څلورو کورونو کې 16 ملکی وګړی و وژل او پنځه نور یې ټپیان کړل. د افغانستان د علماوو سرتاسری شورا نن (د کب 23 مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاد عمل غیر انسانی او وحشیانه عمل بللى دى. په اعلامیه کې ویل شوی، چې د کندهار د پنجوایی ولسوالۍ په زنګ اباد سیمه کې د امریکایی ځواکونو، د وژل شوو بې ګناه ماشومان، ښځینه او نارینه و مړی، له وژلو وروسته په اور سوځولی دی. د علماوو شوار په اعلامیه کې راغلی: ((د افغانستان د علماوو سراسری شورا یو ځل بیا پر امریکایی مسوولو چارواکو غږ کوی، چې نور دغه مظلوم کړېدلی او ازمویل شوی مسلمان ملت په ازموینه کی وانه چوی، که چېری د دغه مظلوم او قهرمان ولس د قهر او انتقام څپه را وپارېده بیا به ئې مخنیوى او کنټرول د هېچا په وس کی نه وی او د عواقبو مسوولیت به یې هم د دوی پر غاړه وی.)) د علماوو شورا وایی، که امریکا غواړی چې حالات هغه حد ته ونه رسېږی، چې کنټرول یې ناشونی شی، هر څه ژر دې د پېښې عاملین په علنی ډول محاکمه او مجازات کړی. د غه راز په اعلامیه کې له امریکا څخه په کله غوښتنه شوې، چې په راتلونکی کې دې د ملکی وګړو له وژنو ډډه وکړی او د بګرام زندان ټولې چارې دې په بشپړه توګه ژر، افغانی مسوولو چارواکو ته وسپاری. په اعلامیه کې راغلی، چې امریکا دې د افغانستان خپلواکۍ، ملی حاکمیت او د ملت دینی اساساتو ته په درناوی سره دې د شپنیو او خپل سرو علمیاتو د بندېدو تړون د افغان دولت له مسوولینو سره لاسلیک او عملی کړی.