
په خوست ولایت کې د یوې چاودنې له امله ولسی جرګې ته یو تن نوماند ووژل شو او 19 تنه نور ټپیان شول.
چارواکی وایی دغه چاودنه تېره ورځ هغه مهال په یوه جومات کې رامنځ ته شوې چې له خوست ولایت څخه ولسی جرګې ته نوماند مولوی سعیدالله سعید په همدې جومات کې خلکو ته وینا کوله.
د خوست د والی ویاند مبارز ځدراڼ ته وویل، چې دغه نوماند په جومات کې ځان ته کمپاین کولو، چې ترممبرلاندې ځاى پرځاى شوى ماین پرې چاودلى.
نوموړی وایی، چې په چاودنه کې لومړى 20 تنه ټپیان و چې وروسته مولوی سعیدالله سعید د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې.
ځدارڼ زیاتوی، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دی، خو تردې دمه یې په تور څوک نه دی نیول شوی.
د خوست د والی ویاند وویل، چې امنیتی تدابیر یې زیات کړی ترڅو نوماندان خپل کمپاین په ډاډه زړه ترسره او په راتلونکی کې ورته ناوړه پېښې رامنځ ته نشی.
مولوی سعید چې له خوست ولایت څخه ولسی جرګې ته کاندید و، په افغانستان کې د مجاهدینو شورا مشری هم په غاړه درلوده.
که څه هم د چاودنې مسؤولیت تراوسه چا په غاړه نه دى اخیستى خو قربانیان یې ټول عام خلک دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې هم ولسی جرګې ته یو تن نو ماند د نامعلومه وسله والو له خوا تښتول شوى چې تراوسه یې برخلیک نه دى معلوم.
دغه کار ولسی جرګې ته ګڼ نوماندان له امنیتی پلوه په ویره کې اچولی او وایی چې په ډاډه زړه د ځان په ګټه کمپاین نه شی کولاى.
څه موده وړاندې په ارزګان ولایت کې هم پارلمانی ټاکنو ته کاندیدانو د کمپاین پرمهال د امنیتی ستونزو څخه سرټکاوه خو د دې ولایت چارواکیو خبر ورکړ ،چې د نوماندانو دکمپاین لپاره یې بشپړ امنیتی ترتیبات نیولی دی.