رجوع
د افغانستان خلکو ته د امریکا د خولې کږول
تاريخ النشر: 1390/12/26 0:0رمز الخبر: 9198المصدر: ایرکا خبری آژانس

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون له افغانستانه د خپل یوه عسکر چې د دوی په خوله د قندهار ولایت د پنجوایی ولسوالۍ د 17 بې ګناه ْښځو او ماشومانو په وژله کې تورن دئ له افغانستانه د ایستلو خبر ورکړئ .
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان خلک وایی په دې پیښه کې یو کس نه بلکې تر 15 زیات امریکایی عسکر ښکیل ؤ چې د افغانسان خلکو په خپله په افغانستان کې د هغو د محاکمې غوښتنه کوله .
د امریکا دا اقدام د افغانستان خلکو ته د خولې کږول بلل کیږی او په دې معنی دی چې د امریکا دولت او فوځ نه یواځې د افغانستان ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوئ نه لری بلکې د دې هیواد د خلکو ژوند ته هم په هیڅ ارزښت قایل نه دی .
او د اوباما او نورو امریکایی چارواکو دا ادعاء هم پوچه او بې ځایه ده چې وړاندې ېې ویلی ؤ هغوی به په افغانستان کې د ملکی او بې ګناه خلکو قاتلان محاکمه کړی .
د سیاسی څارونکو په باورد امریکا د دولت او فوځ دا ډول کړچار او جنایتونه د افغانستان خلک تر پخوا ډیر د کپیټلایسون له حقیقی معنی سره آشنا کوی چې پر دې اساس د افغانستان قضایی ارګان په افغانستان کې د میشتو امریکایی او نآتو ځواکونو د نیولو او محاکمه کولو حق نه لری که څه هم هغوی هر ډول جنایت په دې هیواد کې تر سره کړئ وی .
بلکې د امریکا فوځ باید په خپله خپل جنایت کاره فوځیان محاکمه کړی یعنې هم غل او هم قاضی چې دا په خپله د افغانستان د خپلواکۍ او ملی حاکمیت په پوره ډول تر پښو لاندې کول دی .
په افغانستان کې د امریکایی ځواکونوپه جنایتونو د فوځ د قضایی ارګان غور نه یواځې مخنیوی کوونکئ نه وی بلکې هڅوونکئ هم وی .
ځکه امریکایی ځواکونه هم پوهیږی چې له دې وړاندې هم د امریکا د فوځ کوم فوځی ته جزا نه ده ورکړل شوې او یواځې د عمومی افکارو د غولونې په موخه د محکمې عمومی جلسې جوړې شوې چې هیڅکله ېې هم د جنایت کارانو په اړه پریکنده پریکړه نه ده کړې له همدې امله د افغانستان د سنا جرګې په علڼی ډول په افغانستان کې د دې امریکایی ځواکونو د محاکمه کولو غوښتنه کړې وه .
په دې اړه د پاملرنې وړ ټکئ د نیواک ګرو په وړاندې د افغانستان د ملت له یو مخیز پاڅون د لودیځو هیوادونو اندیښنه ده ځکه افغان دولت ،د سنا جرګې او د افغانستان د علماوو شورا په ځلونو د داډول جنایتونو د دوام د پایلو په اړه خبردارئ ورکړئ ؤ .
او په افغانستان کې د امریکایی وحشی ځواکونو په لاس د 17 بې ګناه ښځو ، ماشومانو او سپین ګیرو له قتل عام وروسته ډیرئ سیاسی کړیو په دې هیواد کې د نیواک ګرو بر ضد د جهاد د اعلان غوښتنه کړې وه .
د هلمند په هوایی ډګر کې د امریکا پر دفاع وزیر لیون پانټا د یوه افغان ښاریز برید هم په ډاګه کړه چې د افغانستان خلک به د امریکایی او ناټو ځواکونو په بې دریغه جنایتونو سترګې پټې نه کړی او غچ به ېې واخلی .
پر پانه ټا دا برید د امریکایی چارواکو لپاره یو جدی خبردارئ ګڼل کیږی چې د جنایت کار امریکایی فوځی په محاکمه کولو کې د افغانستان د خلکو غوښتنو ته پام نه کوی او کیدای شی د هغوی دا بې پامی هم ورته په درنه بیه تمامه شی .
پژمان