د سې شنبې په ورځ په کابل کې د نړېوال کنفرنس ګډونوالو د افغانستان د ولسمشر حامد کرزی وړاندیز کړى چې وایی، افغان ځواکونه دې تر 2014 میلادی کاله پورې د ټول هېواد د امنیتی چارو مسولیت پر غاړه واخلی، تصویب کړ. نړېوال دغه راز سلا شول چې افغانستان ته د مرستو په سلو کې پنځوس به د افغان حکومت له خوا لګول کیږی. د ملګرو ملتونو امنیت شوری له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د اقتصادی ودې، د امنیتی ځواکونو د اصلاحاتو او اداری فساد د له منځه وړلو په اړه خپلې کړې ژمنې دې په وخت پوره کړی. د ملګرو ملتونو عمومی منشی ښاغلی بان کی مون امنیت شوری ته د افغانستان د سفر او په نړېوال کنفرنس کې د ګډون په اړه لنډ معلومات ورکړل او وروسته، شوری یوه اعلامیه خپره کړه. په اعلامیې کې راغلی: د ملګرو ملتونو امنیت شوری د افغانانو په مشرۍ عملیې ته چې هدف یی د مالکیت او مشرتابه چټکتیا ده، افغانانو ته د مسولیت سپارلو د عملیې ملاتړ کوی. د ملګرو ملتونو امنیت شوری وایی، دا مهال په افغانستان کې نړېوال سازمانونه زیاته ونډه لری. د ملګرو ملتونو عمومی منشی بان کی مون په کابل کې له ولسمشر کرزی سره له کتنې وروسته په ګډ خبری کنفرنس کې ویلی و: د افغانستان حکومت د پروګرامونو جوړولو په کار کې مخته شوی او نړېواله ټولنه یی ملاتړ کوی. د دې پلانونو مقصد دادی چې افغانانو ته یی ریښتینی نتیجې په برخه شی. د دې پروګرامونو هدف په افغانستان کې د ډموکراټیک حکومتی سیستم جوړول، د افغانانو د حقونو ډاډمن کول او د قانون حاکمیت دی. دا پروګرامونه به ستاسو افغانانو له ملاتړ او په ګډه د ښه نیت عمل کولو پرته بریالی نه شی: (د کابل په نړېوال کنفرنس کې د ملګرو ملتونو د عمومی منشی بان کی مون او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلری کلنټن په ګډون د شاوخوا اویا هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی و.)