رجوع
د امریکا لوی درستیز د ای ایس ای تغییر غواړی
تاريخ النشر: 1389/05/02 0:0رمز الخبر: 923المصدر: ایرکا خبری آژانس

د امریکا لوی درستیز نن پاکستان ته مخه کړه، څو په دغه هېواد کې د افراطی مسلمانو ډلو په اړه خپلې اندېښنې پاکستانی چارواکو ته ورسوی. دغه ډلې تورنې شوې دی چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو پرضد بریدونه کوی.
اډمیریل مایک مولن اسلام اباد ته تر سفر مخکې په نوی ډهلی کې د جمعې په ورځ خبرې غونډې ته د جلال الدین حقانی د ډلې په ګډون په پاکستان کې د افراطی ډلو حضور ته اندیښنه څرګنده کړه.
ده د حقانی ډله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ یاده کړه او ویې ویل، چې د حقانی د ډلې په اړه یې څو څو ځله له پاکستانه غوښتې دی چې مخه یې ونیسی.
مایک مولن چې دوه ورځې په هند کې و دا هم وویل، چې د پاکستان د استخباراتو اداره بدلون ته اړتیا لری، د افراطیانو د ځپلو لپاره ای ایس ای بنیادی تغییر ته اړتیا لری.
مایک مولن به نن د پاکستان له لوی درستیز جنرال اشفاق پرویز کیانی سره وګوری بیا به له صدراعظم یوسف رضا ګیلانی سره به خبرې وکړی.
بل لور ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ریچارد هولبروک د جمعې په ورځ وویل، چې پاکستان د افغانستان د حکومت له لوری د سولې له هلوځلو سره تر پخوا همکاری زیاته کړې ده، خو د پاکستان همکاری په هغه اندازه نه ده چې امریکا یې غواړی.
ریچارډ هولبروک، چې تازه د پاکستان له سیال هېواد هند څخه بریتانیا ته تللی، د پاکستان له لوری په څو برخو کې شوېو پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل د پاکستان پوځ په خپله خاوره کې د پاکستانی سخت دریځو پرضد پراخ عملیات کړی، خو د افغان طالبانو د حقانی شبکې پرضد اقدام نه کوی او دا حقیقی ستونزه ده.
ریچارد هولبروک چې د بریتانیا له لوی درستیز ډیویډ ریچارډز او د بریتانیا له ملی سلاکار پیټرریکیټس سره له کتنې وروسته د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ویل، همدا راز څرګنده کړه چې د پاکستان له همکارۍ پرته به د افغانستان جګړه دوام وکړی.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ټینګار وکړ چې پاکستان همکاری کوی خو دا مرستې لا هغه حد ته نه دی رسېدلی چې تاسو یی هیله لری چې باید وی.
د رویټرز اژانس په وینا د پاکستان د پوځ له لوری په سرحدی سیمو کې عملیات د نړېوالو ځواکونو له لوری په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره مهم ګڼل کېږی خو پاکستان په دې باور دی چې د حقانی له شبکې استفاده وکړی او هغه له ولسمشر کرزی سره د روغې خبرو ته کښینوی څو په دې ډول په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیسی.
اسلام اباد دا اندیښنه لری چې د راتلونکی میلادی کال له جولای وروسته که چیرته امریکایی سرتېری له افغانستانه وتل پیلوی هلته هند خپل نفوذ زیات نه کړی.