رجوع
د دوو ماشومانو ځانمرګیانو په ګډون لس وسلوال مخالفین ونیول شول
تاريخ النشر: 1391/01/05 0:0رمز الخبر: 9316المصدر: ایرکا خبری آژانس

په کندهار، اروزګان او هلمند ولایتونو کې د دوو ماشومانو ځانمرګو بریدګرو په ګډون لس مخالفین نیول شوی دی.
د کندهار ولایت د ملی امنیت د منسوبینو له خوا د حنظله او بشیراحمد په نومونو نیول شوی دوه کسان د وری په 5مه، د ملی امنیت ودانۍ کې خبریالانو ته هم وښودل شول، چې په خپلو جرمونو یې اعتراف کاوه.
د کندهار د ملی امنیت یوې سرچینې پژواک خبری اژانس ته وویل، چې د حنظله په نوم نیول شوى ځانمرګى 15 کاله عمر لری او د پاکستان د کراچۍ ښار اوسېدونکى دى.
هغه زیاته کړه، د بشیراحمد په نوم نیول شوى تن د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکى دى، چې په کندهار ښار کې یې د دولتی کارکوونکو د ترور دنده پر غاړه لرله.
د حنظله په نوم نیول شوی ځانمرګی پژواک اژانس ته وویل: ((زما نوم حنظله د میر حاتم زوى یم، د کراچۍ ښار اوسېدونکى یم، ما د موټرونو په یوه ګاراج کې کار کاوه، د غلام حضرت په نوم یوه کس به کله ناکله راته او ما یې موټر ورته جوړاوه، هغه راته وویل، چې کندهار ته راسره لاړ شه او هلته به د خښتو وهلو په بټیو کې کار کوې.))
د نوموړی په وینا، له هغه کس سره کوټې ښار ته لاړ او په یوه ځاى کې ورته د ځانمرګی برید روزنه ورکړل شوه او بیا کندهار ته د تلو پر مهال په سپین بولدک ولسوالۍ کې ونیول شو.
حنظله وایی: ((زه یتیم یم، یوه مور او یوه خور لرم او له حکومت څخه غواړم، چې ما وبخښی، څو بېرته خپل کور ته ولاړ شم.))
د بشیر احمد په نوم نیول شوی کس پژواک اژانس ته وویل: ((د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د خېشکو اوسېدونکى یم، خو اوس په لویه ویاله کې ژوند کوم، دوه کاله مخکې زه نلغام ته د تریاکو د نېش وهلو لپاره ولاړم، هلته د مبین په نوم د طالبانو یوه قوماندان راته د جهاد کولو وویل.))
د نوموړی په وینا، له طالبانو سره یې د ماینونو په جوړولو کې مرسته کوله او په دې موده کې یې په کندهار ښار او ولسوالیو کې ګڼ شمېر ماینونه ځاى پر ځاى کړی دی.
دى وایی: ((په دې وروستیو کې مبین، زه په کندهار ښار کې د چریکی عملیاتو لپاره وټاکلم، د خپل بل ملګری سره یوځاى مې د کندهار د امنیه قوماندانۍ د یوه افسر نقیب الله د وژلو پلان جوړ کړ، خو تر هغه مخکې د ملی امنیت د کسانو له خوا ونیول شوم.))
د کندهار د ملی امنیت ریاست تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر وسلوال مخالفین په بېلابېلو تورونو نیولی دی.
بل خوا په اروزګان کې پولیسو هم د یوه ماشوم ځانمرګی بریدګر د نیو و خبر ورکړى دى.
د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید عایل پژواک اژانس ته وویل، چې یاد ماشوم یې نن د ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړونده د مهراباد په سیمه کې نیولى دى.
نوموړی زیاته کړه : ((دغه ماشوم پر ما د ځانمرګی برید لپاره رالېږل شوى و، ما سره یې لیدلی هم و، خو په خپله یې پولیسو ته ځان وسپاره.))
عایل وویل، چی یاد ماشوم تېره اونۍ د ده دفتر راغلى و او له ده څخه یې د خپلې کورنۍ په پیدا کولو کې د مرستې غوښتنه کړې وه.
د اروزګان امنیه قوماندان مطیع الله خان پژواک اژانس ته وویل، چې نیول شوى ماشوم عطاءالله نومېږی، 12 کلن دى او په خپله یې ځان پولیسو ته تسلیم کړى دى.
عطاءالله پژواک اژانس ته وویل، چې دې ولایت ته د امنیه قوماندانۍ پر ویاند فرید عایل د ځانمرګی برید په موخه لېږل شوى و.
هغه زیاته کړه: ((ما ونه غوښتل چې دغه کار وکړم او ځان مې پولیسو ته وسپاره.))
د نوموړی په وینا، د پاکستان په چمن سیمه کې یې دینی زده کړې کولې، د حافظ په نوم یو تن دې ته وهڅاوه، چې ځانمرګى برید ترسره کړی.
بل خوا په هلمند ولایت کې هم امنیتی مسوولینو د اووه وسلوالو مخالفینو د نیولو خبر ورکړى دى.
د وا لی ویاند داوود احمدی پژواک اژانس ته وویل، چې یاد کسان د هغو بېلابېلو عملیاتوپه ترڅ کې نیول شوی چې تېره شپه په سنګین، کجکی او خانشین ولسوالیو کې د ملی امنیت د منسوبینو له خوا ترسره شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې په نیول شویو کسانو کې یو تن ځایی قوماندان او بل د ځانمرګو بریدونو طراح دى.
احمدی وایی، چې له دې کسانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوی دی.