رجوع
مشرانو جرګه: په تحصیلی بورسونو کې بې عدالتی کېږی
تاريخ النشر: 1391/01/06 0:0رمز الخبر: 9351المصدر: ایرکا خبری آژانس

د مشرانو جرګې یو شمېر غړی وایی، چې تحصیلی بورسونو ته د زده کړیالانو (محصلینو) د انتخاب په پروسه کې بې عدالتی کېږی، خو د لوړو زده کړو وزارت دا خبره په کلکه ردوی.
د مشرانو جرګې د وری د 6مې په عمومی غونډه کې په دغه جرګه کې د بلخ استازی مولوی محمود دانشجو دعوه وکړه، چې د بورسونو په پروسه کې روڼتیا نشته او د لوړو زده کړو وزارت د بورسونو په برخه کې سمتی او نژادی تبعیض پالی.
د ده په وینا، پرېکړه شوې چې تحصیلی بورسونه به د سمتونو پر اساس وېشل کېږی، خو زیاتوی : ((زه دقیق معلومات لرم، چې د هندوستان په بورسونو کې له هرات ولایت څخه 6تنه، خو د وردګو له ولایت څخه 44 تنه کامیاب شوی دی.))
د ده به وینا، دغه شان تبعیضونه د هېواد د راتلونکی لپاره ډېرې خطرناکې پایلې لرلاى شی او باید مخه یې ونیول شی.
په دغې جرګه کې د دایکنډی استازی علی اکبر جمشیدی هم وایی، چې د تحصیلی بورسونو په برخه کې روڼتیا نشته.
د ده په وینا، یو ځل ګڼ شمېر کسان د هندوستان د تحصیلی بورسونو لپاره د وزارت له لوری بریالی اعلان شول او د هندوستان په سفارت کې هم په ازموینه کې بریالی شول، خو وروسته بورسونو ته نور کسان معرفی شول.
خو جمشیدی په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.
په یاده جرګه کې د لوګر استازی صفت الله حقمل هم د یادو دواړو سناتورانو خبرى تایید کړې.
حقمل هم وایی، چې بورسونه ته د لیاقت پر اساس نه، بلکې د اړیکو په پر بنسټ خلکو ته ورکول کېږی.
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلمیار هم وویل، چې د بورسونو په پروسه کې عدالت په پام کې نه نیول کېږی.
هغه وایی، چې یواځې نیوکې ستونزې نه شی حل کولاى او باید مشرانو جرګه له خپل نظارتی واک څخه په استفادې سره د دې بې عدالتۍ مخه ونیسی.
مسلمیار د مشرانو جرګې له غړو وغوښتل، چې د نیوکو ترڅنګ د ستونزو د حل لپاره باید ګټور وړاندیزونه هم ولری.
خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند محمد عظیم نوربخش بیا د بورسونو په برخه کې بې عدالتی او په دې پروسه کې د روڼتیا نه شتون په کلکه ردوی.
هغه وایی: ((هر څوک چې د بورسونو د نه شفافیت او نه عدالت په برخه کې اسناد لری، موږ ته دې وړاندې کړی.))
د نوربخش په وینا، د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل له مخې، له هر ولایت څخه ممتاز زده کوونکی د بورسونو د ترلاسه کولو لپاره غوره کېږی.
د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د کانکور د ازموینې د هغو ګډونوالو په اړه هم خبرې وشوې چې د زده کړو موسسو ته لار نه شی موندلاى.
په مشرانو جرګه کې د تخار استازی مولوی عبدالوهاب عرفان وویل، چې په ازموینه کې بې پایلی پاتې شوی زده کوونکی کېداى شی مافیایی کړیو او د وسلوالو مخالفینو لیکو ته جذب شی.
د ده په وینا، حکومت باید یادو کسانو ته د زده کړو زمینه برابره کړی.
د جرګې ځینو نورو غړو هم عرفان ته ورته څرګندونې وکړې.
خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند محمدعظیم نور بخش وایی، چې د لوړو زده کړو وزارت د تېرو کلونو په پرتله 10زره ډېر زده کوونکی د لوړو زده کړو موسسو ته جذب کړی دی.
دى وایی، چې د مشرانو جرګې غړی باید یواځې د کمیت په اړه فکر ونه کړی؛ ځکه چې په زده کړو کې کیفیت ، استادان د زده کړو لپاره ځاى او نور امکانات هم مهم دی.
د یادنې ده، چې سږ کال 145زره کسانو د کانکور په ازموینه کې برخه لرله، چې له دې ډلې نږدې 40 زره یې د دولتی لوړو زده کړو موسسو ته جذب شول.
دغه راز د پوهنې وزارت ویلی، چې د کانکور له ګډونوالو څخه به 60زره تنه د نیمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب کړی.