رجوع
دوه ماشومان د تېزابو د پاشلو له امله ووژل شول
تاريخ النشر: 1391/01/12 0:0رمز الخبر: 9460المصدر: ایرکا خبری آژانس

چارواکی وایی،چې په غزنی کې دوه ماشومان د تېزابو د پاشلو له امله وژل شوی او مړی یې د ملی اردو ځواکونو لخوا موندل شوی دی.
د غزنی د والی مرستیال محمدعلی احمدی د وری پر 12 مه پژواک اژانس ته وویل، چې تېره ورځ د غزنی ولایت اړوند د اندړو ولسوالۍ د نانی په سیمه کې د دغو ماشومانو مړی موندل شوی دی.
د هغه په وینا، وژل شوی ماشومان یو هلک او یوه نجلۍ دی او ښکاری ،چې هلک لس کلن او نجلۍ اته کلنه وه، چې پر مخونو یې تېزاب پاشل شوی او دواړه ځاى پر ځاى وژل شوی دی.
نوموړی زیاته کړه: ((په سیمه کې د ملی اردو سرتېری پر ګزمه بوخت وو، چې دغه وژل شوی ماشومان یې وموندل او وروسته یې په سیمه کې خلکو ته وسپارل.))
د ده په خبره،تراوسه د وژل شویو ماشومانو هویت نه دى څرګند، خو په اړه یې پلټنې روانې دی، چې د کوم ځاى دی او چا وژلی دی.
د والی مرستیال زیاتوی، چې په دې تور تراوسه څوک نه دی نېول شوی، خو پولیسو یې په اړه جدی پلټنې پیل کړې دی.
د غزنی د عامې روغتیا ریاست ویاند صفی الله هم د دې پېښې پخلى وکړ او زیاته یې کړه، چې دوه ماشومان د غزنی روغتون ته راوړل شوی، چې پر مخونو یې تېزاب پاشل شوی وو او د همدې له امله وژل شوی دی.
د هغه په وینا، روغتون ته یاد ماشومان د اندړو ولسوالۍ د نانی سیمې د اوسېدونکو لخوا ور وړل شوی او پر مخونو یې د تېزابو د پاشلو له امله پېژندګلوی نه کیږی.
د اندړو ولسوالۍ د نانی د سیمې اوسېدونکی عیدمحمد، چی دغه جسدونه یې په خپل موټر کې روغتون ته وړی وو، پژواک اژانس ته وویل چې دوى ته وژل شوی ماشومان د ملی اردو ځواکونو لخوا ورسپارل شول، چې روغتون ته یې یوسی.
ده زیاته کړه: ((ماپه خپله هغه ځاى ولیده،چې دغه ماشومان په کې وژل شوی وو، د دوى د جسدونو ترڅنګ د تېزابو دوه وړې بوشکې هم پرتې وې، خوا ته یې د انسان د پښو او د موټر د ټایرونو نښې هم ښکارېدې.))
د دې پېښې مسوولیت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخیستى.
د یادونې ده، چې په 2008 زیږدیز کال کې د کندهار د میرویس مېنې د لېسې د 15 نجونو پر مخونو هغه مهال د ناپېژاندو کسانو لخوا تېزاب وپاشل شول، چې د ښوونځی پر لور روانې وې، خو په دې پېښه کې څوک ونه وژل شول.