
د بهرنیو چارو وزیر زلمى رسول د دوه اړخیزه اړیکو او د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د قطر له چارواکیو سره د خبرو په موخه سبا دغه هېواد ته سفر کوی.
دغه څرګندونې دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند فرامرز تمنا د وری په 13مه په کابل کې خبریالانو ته وکړې.
هغه زیاته کړه،چې زلمى رسول دغه سفر د قطر هېواد په رسمی بلنه ترسره کوی.
سرچینه وایی،چې په قطرکې وسلوالو طالبانو ته د دفتر پرانېستل او د افغانستان د سولې په پروسه کې د قطر ونډې ته د افغان دولت په خوښه د میکانیزم جوړول، هم هغه څه دی، چې زلمى رسول به یې د قطر له چارواکیو سره په اړه خبرې وکړی.
فرامرز وویل ، افغان او د قطر چارواکیو د "ریکا" په سیمه ییزه ناسته کې وپتیله ، چې د سولې په پروسه کې به قطر په خپل هرډول نقش کې د افغانستان نظر، حاکمیت او مشری په نظر کې نیسی.
د سیمه ییزو اقتصادی همکاریو"ریکا" غونډه د وری په 7مه په تاجکستان کې جوړه شوه .
فرامرز زیاته کړه: " هرډول نقش،چې قطر یا بل هر یو هېواد د افغانستان په سوله کې ترسره کوی، په هغه کې باید د افغانستان نظر او مالکیت په نظر کې ونیول شی."
فرامزر د قطر پروسه په افغانستان کې سولې او روغې جوړې ته د رسېدو له لارو وبلله او زیاته یې کړه: " د افغانستان حکومت به ټولې هغه لارې طى کړی ، چې پایله یې د سولې راتګ وی او په دې پروسه کې اسانتیا رامنځته کړی. "
شاوخوا څلور میاشتې مخکې د امریکا متحده ایالتونو او آلمان وپتیله ، چې وسلوالو طالبانو ته دې په قطر کې د سولې په اړه د خبرو په موخه دفتر پرانېستل شی.
وروسته د افغانستان دولت هم له دې هوډ سره هوکړه وکړه او طالبانو هم وویل چې له امریکا سره د (افهام او تفهیم) په موخه په قطر کې د دفتر پرانېستلو ته چمتو دی.
خو څو ورځې مخکې طالبانو وویل ، له دې امله ، چې امریکا د سولې په خبرو کې ثابت دریځ نه لری ، د سولې په اړه خبرې دروی.
دغه راز طالبانو ویلی ،چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوی، ځکه چې د پرېکړو واک نه لری.
طالبانو ته په قطر کې د دفتر پرانېستل او له امریکایی زندانونو د طالب بندیانو خوشې کېدل له امریکا څخه د طالبانو غوښتنې وې، چې تراوسه نه دی پوره شوی.
تېره ورځ د افغانستان دسولې د عالی شورا یوه غړی وویل چې امریکا له ګوانتانامو د پنځو طالب بندیانو له خوشې کولو سره په دې شرط هوکړه کړې ، چې قطر به له یادو زندانیانو سمه څارنه کوی او نه به یې پرېږدی، چې بیا تاوتریخوالی ته لاس واچوی.
د سیاسی چارو کارپوه محمدحسن حقیار وایی، چې قطر ته د سفر پر مهال د ډاکتر زلمی رسول د خبرو اصلی موضوع ښایی له وسلوالو طالبانو سره د خبرو کول او په قطر کې د دفتر پرانېستل وی.
نوموړى دغه سفر په داسې حال کې مهم بولی، چې په دې وروستیو کې د سولې په برخه کې یو لړ پرمختګونه شوی دی.
د حقیار په وینا، د بګرام د زندان چارې افغان ځواکونو ته سپارل او له ګوانتانامو زندان څخه د افغان حکومت د پلاوی لیدنه مهم ګامونه دی، چې ښایی د سولې په لاره کې ګټور ثابت شی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمى رسول په داسې حال کې قطر ته رسمی سفر کوی، چې تېره میاشت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا ربانی کهر هم دغه هېواد ته سفر کړى و.