د افغانستان په څوارلسو جنوبی ولایتونو کې نن د ګزڼ پرضد د ماشومانود واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه، دعامې روغتیا وزارت ویلی چې د واکسین دغه پړاو به درې ورځې دوام وکړی او نږدې درې ملیونه له پنځوکلونوڅخه کم عمرلرونکی ماشومان به د کابو دوه لکه رضا کارانو له خوا واکسین شی. په خبرکې ویل شوی، چې د دې پروګرام مالی لګښت د عامې روغتیا وزارت، د روغتیا د نړېوال سازمان او د یونسیف ادارې له خوا ورکول کیږی. د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلی، چې دوى هڅه کوی د واکسین له تطبیق سره له ټول افغانستان څخه د ماشومانود فلج د ناروغۍ لمن ټوله شی.