رجوع
په افغانستان کې د اسلامی هېوادونو پانګونه ښې پایلې لرلاى شی
تاريخ النشر: 1391/01/15 0:0رمز الخبر: 9534المصدر: ایرکا خبری آژانس

د اقتصادی چارو پوهان، په افغانستان کې د نورو هېوادونو په پرتله د اسلامی هېوادونو پانګونه اغېزمنه بولی او له افغان دولت څخه غواړی چې اسلامی هېوادونه پانګونې ته وهڅوی.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی استاد مسعود پژواک خبری اژانس ته وویل، که اسلامی هېوادونه په افغانستان کې پانګونه ډېره کړی، نو افغانستان ته به د اسلامی پراختیایی بانک پاملرنه ډېره شی او له ډېرو اسانتیاوو به یې برخمن شی.
د هغه په وینا، د اسلامی پراختیایی بانک تر ټولو ستره اسانتیا دا ده، چې د پور په بدل کې سود نه اخلی او افغانستان کولى شی چې له سود پرته پورونه ترلاسه کړی.
دغه راز دى وایی، د غیر اسلامی هېوادونو پروژې ځکه په افغانستان کې له امنیتی او نورو ننګونو سره مخ کېږی؛ چې په افغانستان کې د غیراسلامی هېوادونو پر وړاندې مذهبی او دینی حساسیتونه شتون لری.
مسعود وایی، چې د اسلامی هېوادونو پانګونې به په ډېره کچه له هغو ننګونو څخه، چې د دینی او مذهبی حساسیتونو له امله رامنځته کېږی، په امان وی.
هغه زیاته کړه: ((په خوست کې د شېخ زاهد پوهنتون، چې د متحده عربی اماراتو له خوا جوړ شوى، یوه روښانه بېلګه ده، چې پروژه یې له هېڅ ډول ستونزې سره نه ده مخ شوې او سرته رسېدلې ده.))
ده د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل، چې اسلامی هېوادونه په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅوی او اړینې اسانتیاوې ورته برابرې کړی.
د اقتصادی چارو پوه حمیدالله فاروقی هم استاد مسعود ته ورته نظر لری او وایی، چې په افغانستان کې د اسلامی هېوادونو پانګونې ته ډېره زمینه برابره ده.
هغه زیاته کړه: ((د افغانستان او نورو اسلامی هېوادونو ترمنځ مذهبی او دینی مشترکات اسلامی هېوادونو ته په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې یوه اسانتیا ده، خو د غیر اسلامی هېوادونو د وګړو لپاره دا شى نشته.))
فاروقی وایی، اسلامی هېوادونه که د افغانستان په هره سیمه کې پانګونه وکړی، نو نه یواځې دا چې د سیمې اقتصادی وضعیت به ورسره ښه شی، بلکې د سیمې پر ثبات او امنیت به هم مثبت اغېز وکړی.
دى هم وایی، چې افغان حکومت باید په افغانستان کې د اسلامی هېوادونو د پانګونې لپاره اسانتیاوې برابرې کړی، اداری فساد دې له منځه یوسی او په بشپړ ډول دې قانون پلى کړی.
د مالیې وزارت ویاند عزیز شمس وایی، د افغانستان حکومت دا خپل مسوولیت بولی، چې د قانون په چوکاټ کې او خپلو امکاناتو ته په کتو سره پانګونې ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړی.
هغه وویل، اسلامی پراختیایی بانک، چې 56 اسلامی هېوادونه یې غړیتوب لری او په پراختیایی چارو کې د اسلامی نړۍ د هڅو د انسجام دنده لری، غواړی چې په افغانستان کې په سترو بنسټیزو پروژو کې پانګونه وکړی.
د شمس په وینا، د دوشی-پلخمری سړک، د آقینې-اندخوی سړک او په کندوز او بغلان کې د برېښنا سب سټېشنونه، هغه بنسټیزې پروژې دی، چې یاد بانک غواړی په کې پانګونه وکړی.
دى وایی، چې د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال تېره ورځ د سوډان پلازمېنې خرطوم ته تللى تر څو د اسلامی پراختیایی بانک د مشرتابه په کلنۍ غونده کې ګډون وکړی.
د ده په وینا، د افغانستان د مالیې وزیر په پام کې لری، چې په افغانستان کې د اسلامی پراختیایی بانک د یادو پروژو په اړه په دې غونډه کې ګډونوالو ته معلومات ورکړی.
دغه راز هغه وایی، د مالیې وزیر به د یاد بانک غړی هېوادونه په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوی.
په افغانستان کې له پانګونې د ملاتړ ادارې (ایسا) د پانګونو د جذب څانګې مسوول روح الله احمدزى وایی، چې له دوى سره د شته لومړنیو شمېرو له مخې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې په افغانستان کې 5،2 میلیارده امریکایی ډالره پانګونه شوې چې 33 سلنه یې د بهرنیانو له خوا شوې ده.
د هغه په وینا، د بهرنیانو له خوا د شوې پانګونې پنځوس سلنه د اسلامی هېوادونو پانګونه جوړوی.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامی پراختیایی بانک مشر تېر کال کابل ته د سفر پر مهال ژمنه کړې وه، چې اسلامی هېوادونه به د افغانستان له پراختیایی پروژو سره مرستو ته وهڅوی.