
نړېوال سوله ساتی ځواکونه وایی، چې د دوى د دوو لا درکه شویو سرتېرو د موندلو هڅې دوام لری.
په کابل کې د ایساف ځواکونو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی، چې دغه دوه سرتېری د جمعې په ورځ ناوخته له خپلې اډې څخه وتلی، خو لا تر اوسه یې درک نه دى معلوم. راپورونه وایی، چې دغو سرتېرو پورې مربوط موټر په لوګر ولایت کې پیدا شوى، خو دوى لا تر اوسه نه دى معلوم.
اسوشیتید پرېس خبری اژانس د ځینو امریکایی چارواکو له خولې خبر ورکړى، چې دواړه لا درکه شوی سرتېری امریکایان دی.
د طالبانو یوه ویاند ویلی، چې دوى د دغو سرتېرو په تښتولو کې لاس نه لری.