رجوع
د جلال اباد جګړه کې د 7 ځانمرګو په ګډون لس تنه ووژل شول
تاريخ النشر: 1391/01/27 0:0رمز الخبر: 9712المصدر: آژانس خبری ایرکا

دغه ډله ییز بریدونه نن د وری په 27مه، په یو وخت تر غرمې وروسته د جلال اباد ترڅنګ، د کابل په بېلا بېلو سیمو، د لوګر د مرکز او د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې ترسره شول.
د ننګرهار د والی ویاند احمد ضیاء عبدالزی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې بریدونه نن ماسپښین په دوو بجو پیل او په څلور بجو پاى ته ورسېدل.
د عبدالزی په وینا، وسلوالو د موټر بمونو په وسیله د ننګرهار پر ولایتی بیارغونې ډلې (پی ار ټی ) او هوایی ډګر بریدونه وکړل.
د ده د معلوماتو له مخې، پر پی ار ټی د برید په پایله کې څلور ځانمرګی بریدکوونکی وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه، 4 نورو ځانمرګو،چې د ښځو چادری یې اغوستې وې،خپل له چاودېدونکو توکو ډک سرف ډوله موټر د ننګرهار پر هوایی ډګر وروست.
خو عبدالزی وویل، چې بریدکوونکی د امنیتی منسوبینو له خوا وپېژندل شول او کله چې امنیتی منسوبینو پر موټر ډزې وکړې، دوو ځانمرګو له موټر ځانونه وغورځول او موټر وچاودېد.
د ده په وینا، د چاودنې له امله په موټر کې پاتې دوه ځانمرګی ځاى پرځاى ووژل شول.
د ده په وینا، له پاتې دوو نورو ځانمرګو څخه چې له موټره یې ځانونه غورځولی وو، د چاودنې په ترڅ کې یو په ټپی او یو په روغ حالت کې د امنیتی منسوبینو له خوا ونیول شول، چې ټپی یې وروسته ساه ورکړه.
د نوموړی په وینا، بریدکوونکی په راکټونو، پیکاوو، لاسی بمونو او له چاودېدونکو توکو ډکو واسکټونو سمبال وو.
د جلال اباد په هوایی ډګر کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتی دفتر پژواک اژانس ته وویل، چې پر هوایی ډګر درې راکټونه توغول شوی، چې د هوایی ډګر دننه لګیدل دی؛ خو کوم زیان یې نه درلود.
سرچینه وایی، چې د ولایتی بیارغونې ډلې (پی ار ټی) ترڅنګ یو بریدکوونکى وژل شوى دى؛ خو د دې پېښې په اړه یې نور معلومات ورنه کړل.
د جلال اباد هوایی ډګر او د امریکا د ولایتی بیارغونې ډلې ودانۍ د بهسودو ولسوالۍ اړونده ساحه کې موقعیت لری.
د بهسودو ولسوال نعمت الله نورزی پژواک اژانس ته وویل، چې د هوایی ډګر او پی ار ټی په ځانمرګو بریدونو کې درې بریدګر او درې عام وګړی وژل شوی او دوه ملکی وګړی ټپیان دی.
خو د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وویل، چې روغتون ته د یوه ملکی وګړی جسد او یو ټپی راوړل شوی دی.
عینی شاهدان وایی، چې د ایساف چورلکو پر بریدکوونکو له هوا څخه هم ډزې کړې دی؛ خو دا نه ده معلومه چې برید کوونکی یې وژلی که نه.
د طارق په نوم یوه عینی شاهد پژواک اژانس ته وویل، څلور ځانمرګی بریدکوونکی چې د ښځو چادرۍ یې په سر وې، له یوه کرولا موټر څخه ښکته شول او پر پی ار ټی یې ډزې پیل کړې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایی چې نن شاوخوا یوه نیمه بجه، لسګونو وسلوالو طالبانو د کابل د بېلا بېلو سیمو ترڅنګ په جلال اباد، لوګر او پکتیا ولایتونو کې ډله ییز بریدونه ترسره کړل.
هغه زیاته کړه، چې تر درېیو ساعتونو پورې د دوى وسلوالو په ننګرهار کې له امنیتی ځواکونو سره سخته نښته وکړه، چې په پایله کې یې ګن شمېر کورنی او بهرنی سرتېری ووژل شول.