رجوع
احمدضیا مسعود: له لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې لاسپوڅى حکومت حاکم دى
تاريخ النشر: 1391/02/01 0:0رمز الخبر: 9796المصدر: ایرکا خبری آژانس

د ملی متحدې جبهې مشر احمدضیا مسعود وایی، چې د بن په لومړی کنفرانس کې د جهاد او مقاومت مشرانو ته فریب ورکړل شو او له شاوخوا لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې لاسپوڅى حکومت حاکم دى.
احمدضیا مسعود په داسې حال کې له تېرو شاوخوا لسو کلونو افغان حکومت لاسپوڅى بولی، چې دى په خپله د ولسمشرۍ په تېره دوره کې د ولسمشر حامد کرزی لومړى مرستال و.
د افغانستان لپاره د بن لومړى نړیوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په 1380لمریز کال کې جوړ شو. د دې کنفرانس له لارې په افغانستان کې لنډ او منځمهالی حکومتونه رامنځته شول.
احمدضیا مسعود چې نن یې د ( جهاد غورځنګ او شهیدانو) تر نوم لاندې د علمی سیالیو تر پیل مخکې په دې اړه جوړې شوې شاوخوا دوه زره کسیزې غونډې ته خبرې کولې ، وویل چې نړیوالې ټولنې د بن په یاد شوی کنفرانس کې د جهاد او مقاومت مشرانو ته فریب ورکړى و.
ده وویل:"زه تعجب کوم چې د جهاد رهبران ولې د موجوده حکومت له غلطو تګلارو څخه حمایت کوی."
هغه زیاته کړه: " اوس چې کوم خلک حکومت کوی ، دغو کسانو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له طالبانو سره نږدې کارکولو او د هغوى ترجمانې یې کوله، نو ځکه ورته وروڼه وایې،هغه کسان چې زموږ وروڼه وژنی د اوسنی حکومت د مشرانو وروڼه دی."
وسلوالو مخالفینو ته ولسمشر حامد کرزی په وار، وار د وروڼو خطاب کړى او هغوى یې هڅولی، چې د سولې له پروسې سره ملګری شی.
مسعود وایی ، چې د افغانستان اوسنى حکومت له 2014زېږدیزکال څخه وروسته له سخت دریځو ډلو سره د ایتلاف انتظارکوی،ځکه چې دغه حکومت ولسی ملاتړ نه لری.
ټاکل شوې ده ، چې د 2014 کال تر پایه ټول بهرنی سرتېری له افغانستان څخه ووځی.
احمدضیا مسعود وویل، چې د موجوده حکومت چارواکی په داسې حال کې په قومی ترکیب د حکومت چارې پرمخ بیایی ، چې په دموکراتیکو نظامونونو کې قومی اکثریت کومه مانا نه لری او یواځې فکری یوالى ارزښت لری.
ده په نننۍ غونډه کې ځوانانو ته په خطاب کې وویل ، چې د یوه ملی حکومت د رامنځته کېدو لپاره هڅه او مبارزه پیل کړی.
پژواک خبری اژانس د ولسمشر له ویاند اېمل فیضی سره اړیکه ټینګه کړه ، خو هغه په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
نننۍ سیالۍ د افغانستان د ځوانانو د علمی، فرهنګی او ټولنیزانجمن لخوا د کابل ښار د کارته سخی سیمې په محمدیه جومات کې پر لاره اچول شوې وې.
ددې انجمن مشر محمد عارف حیدر پژواک خبری اژانس ته وویل، چې دې انجمن په افغانستان کې له 1357 کال څخه تر 1370 لمریزکال پورې مهمې تاریخې پېښی له هر ډول تبعیض پرته په لنډه ډول د (نهضت او مقاومت ) ترنامه لاندې په یوه کتاب کې راټولې کړې دی.
ده وویل، چې دغه کتاب پنځلس ورځې مخکې پر محصلینو وېشل شوى ، په نننیو سیالیو کې به شاوخوا دوه زره ښځینه او نارینه محصلین له دې کتاب څخه 25 پوښتنې ځواب کړی.
د هغه په وینا، ددې سیالیو د لومړی مقام ګټونکى به د ( میلاد مهدى ) سیاحتى شرکت لخوا عمرې ته ولېږل شی او دویم ګټوونکى به یې سوریې ، عراق او ایران کې د اهل تشیع مشهورو زیارتونو ته د زیارت لپاره واستول شی.
حیدر وایی، ټاکل شوې ده ، چې ددې ازموینې پایلې د روان لمریز کال د غویی په اتمه اعلان شی.
هغه وویل ،چې د ځوان نسل دعلمی کچې لوړول ، له مطالعې سره د هغوى اشنا کول او له خپل تاریخ څخه دهغوې خبرول ، ددې سیالیو اساسی موخې دی .