د ملی امنیت عمومی ریاست وایی، د ځانمرګو بریدکوونکو هغه درې کسیزه ډله چې نیول شوې او د ولسمشر د مرستیال محمدکریم خلیلی د وژلو پلان یې درلود، په حقانی ډلې پورې تړلې ده او دغه پلان په پاکستان کې جوړ شوى و. د ملی امنیت د لوى ریاست د مطبوعاتی دفتر غړی شفیق الله طاهری د غویی په دویمه، په یوه خبری ناسته کې وویل چې دغو کسانو په کابل کې پر محمدکریم خلیلی د برید پلان درلود، چې ونیول شول. هغه زیاته کړه، چې له دوى څخه دوه د ځانمرګو بریدونو واسکټونه، څو میله وسله، مهمات، یوه اندازه چاودېدونکی توکی، یوه وېډیو کست چې تبلیغاتی پیغامونه په کې دی او د ولسمشرۍ د دویم مرستیال پر کور د برید په اړه د ټول پلان او پروګرام په کې ښکاری، ترلاسه شوی دی. طاهری، دغه درې تنه د پکتیا اوسېدونکى عبدالله خان، چې د دې ډلې سرګروپ او سازمان ورکوونکى و، د غزنی اصلی اوسېدونکى او د پاکستان د کوهاټ سیمې اوسنى اوسېدونکى نورالله او د میدان وردګو اوسېدونکى ذبیح الله چې د اسماعیل په مستعار نامه پېژندل کېږی، وښودل او زیاته یې کړه چې د هغوى دوو تنو پر محمدکریم خلیلی د ځانمرګی برید مسوولیت په غاړه درلود. هغه زیاته کړه، هغوى د لومړنیو څېړنو په ترڅ کې ویلی چې د سیف الله، مولوی منصور، شکرالله، انس او مولوی بدرالدین حقانی له خوا، چې د حقانی شبکې مهم غړی دی، د پاکستان د میرانشاه ورانکارو او ترهګرو مرکزونو ته لېږل شوی وو. په هغې وېډیویی تصویر کې چې د ملی امنیت د لوى ریاست له خوا د پژواک خبری اژانس په واک کې ورکړل شوى دى، نیول شویو کسانو ویلی چې په میرانشاه کې د پاکستانیو او عربی استادانو له لوری ورته د بېلابېل ډول درنو او سپکو وسلو او د ځانمرګو بریدونو روزنه ورکړل شوې ده. هغوى وایی چې د دې زده کړو له ترلاسه کولو وروسته، د محمدکریم خلیلی انځور او د هغه د کور نقشه دوى ته په لاس کې ورکړل شوه او د مولوی بدرالدین حقانی په قومانده، د ولسمشر پر دویم مرستیال د ځانمرګی برید د ترسره کولو په موخه، له میرانشاه څخه د پکتیا ولایت له لارې کابل ته راولېږل شول. د ملی امنیت ریاست وایی، چې د ځانمرګو بریدکوونکو دغه ډله د وری په 27مه، کله چې کابل او څو نور ولایتونه د وسلوالو مخالفینو د ډله ییزو بریدونو شاهد وو، په کابل ښار کې ونیول شوه. وسلوالو مخالفینو د وری په 27مه، د کابل ښار په درېیو سیمو (شېرپور، پکتیاکوټ او د ملی شورا ودانۍ ته مخامخ)، همدارنګه په لوګر، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې ډله ییز وسلوال او ځانمرګی بریدونه ترسره کړل، چې په کابل کې تر 18 ساعتو مقاومت وروسته، د امنیتی ځواکونو له خوا ووژل شول. امنیتی مسوولین وایی، چې په دې پېښو کې په ټولیزه توګه 11 امنیتی ځواکونه، څلور ملکی وګړی او 36 بریدکوونکی ووژل شول، 41 امنیتی ځواکونه او 25 ملکی وګړی ټپیان شول. افغان امنیتی ځواکونو او په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلی دی چې دا بریدونه، د حقانی شبکې له خوا له پولې اخوا پلان شوی وو. شفیق الله طاهری په دې خبری ناسته کې د تېرې اونۍ بریدونو ته په اشارې سره وویل: ((امنیتی ځواکونو په دې بریدونو کې خپله زړورتیا، مورال، انګېزه، تخصص او کارپوهنه په ډاګه کړه.)) هغه زیاته کړه، هغه مقاومت چې د امنیتی ځواکونو له خوا د دې بریدونو په وړاندې وښودل شو، د دولت مخالفینو او هغو کسانو ته چې د دې ځواکونو په کارپوهنه او ځواک کې یې شک درلود او بې باوره وو، عملی او عینی ځواب و. طاهری زیاته کړه: "موږ اوس په یوه پوره استخباراتی جګړه کې ښکېل یو او څرنګه چې د استخباراتی جګړې پرمخ بېول او بڼه، په پټونه او پټوالی باندې ولاړ دی؛ ځکه نو د دې ډول جګړو برى او ماتې په طبیعى ډول د شېبو او ثانیو له حرکت سره سم ټاکل کېږی." ولسمشر حامد کرزی د دې بریدونو تر پاى ته رسېدو وروسته، په داسې حال کې چې د افغان امنیتی ځواکونو له مېړانې او زړورتوب څخه یې مننه وکړه، کابل او نورو ولایتونو ته یې د ځانمرګو بریدکوونکو ننوتل، د حکومت او په تېره بیا د ناټو لپاره یوه استخباراتی ناکامی وګڼله او د دې موضوع د بېړنۍ څېړنې غوښتنه یې وکړه.