جمهور رئیس حامد کرزی د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ملکی خلکو د وژنې په اړه د څیړنو امر کړى دى. د راپورنو له مخې ویل کیږی، چې په دغه ولسوالۍ کې د جمعې په ورځ د نړېواله ځواکونو له خوا په توغول شویو توغندیو کې یو شمېر خلک وژل شوی او ټپیان شوی دی. په هغه خبر پاڼه کې، چې له همدې امله له جمهوری ریاست څخه خپره شوې راغلی، چې جمهور رئیس کرزی د ملی امنیت سلاکار ته دنده سپارلې څو په دې برخه کې څیړنې وکړی. ویل شوی، چې دغه څیړنې له تېرې ورځې راهیسې پیل شوې دی، خو په هلمند ولایت کې مېشت نړېوالو ځواکونو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د ملکی خلکو د مرګ، ژوبلې په اړه خپاره شوی راپورنه نا سم ګڼلی دی.