
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت د نوری فایبر له لارې د انټرنټی خدمتونو په بیو کې درې برابره کموالى اعلان کړ.
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزیر انجنیر امیرزى سنګین وایی، چې له تېر کال راهیسې تراوسه، د یو مېګا بایټه (MB) انټرنټ میاشتنۍ بیه 900 امریکایی ډالره عرضه کېږی؛ خو دا بیه د روانې میاشتې (غویی) له 12مې څخه د افغان ټېلې کام مخابراتی شرکت له لوری 300 ډالرو ته راکښته کېږی.
نوموړی چې په نننۍ (د غویی 5مه) خبری غونډه کې وینا کوله، وویل، په ټیټه بیه انټرنټی خدمتونه ټولو هغو شرکتونو ته چې جواز لری، په عمده توګه ورکول کېږی او شرکتونه کولاى شی، چې د دې بیې له لارې پېرودونکو ته په ټیټه بیه خدمتونه وړاندې کړی.
سنګین زیاته کړه: ((موږ د انټرنټی او مخابراتی خدمتونو په پراختیا سره هڅه کوو، چې ټولو ګرانو هېوادوالو ته لا ډېر مخابراتی او انټرنټی خدمتونه وړاندې کړو او د معلوماتی ټولنې په لور چټک حرکت ولرو، څو دا خدمتونه عام شی او له نړۍ سره مو اړیکې پراخې شی.))
د مخابراتو وزیر زیاته کړه، چې دا انټرنټی خدمتونه به د نوری فایبر له لارې وړاندې شی. په 1389کال کې د دې شبکې پرمټ د انټرنټی خدمتونو د هرې میاشتې بیه له 4000 نه 1500 امریکایی ډالرو ته راولوېده او دا بیه په 1390 کال کې 900 ډالرو ته راکښته شوه.
هغه زیاته کړه، چې شپږ میاشتې وروسته به د انټرنټ پر بیه له سره غور وشی او د نوری شبکې د پراختیا په صورت کې به د یو مېګا بایټه انټرنټ میاشتنۍ بیه له 300 ډالرو هم راټیټه شی.
د نوری فایبر شبکې د غځولو کار په 2007 کال کې له کابل څخه پیل او د 2300 کیلومترو په اوږدوالی د پروان، بلخ، فاریاب، هرات او کندهار ولایتونو څخه له تېرېدو وروسته، بېرته له کابل سره نښلی.
د دې شبکې کېبل تر ځمکې لاندې غځېدلى؛ د ټېلېفونی خدمتونو، انټرنټ، راډیو او تلویزیونی خپرونو د لېږد ظرفیت په ارزانه او لوړ کیفیت په ټول هېواد کې برابروی.
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت وایی، چې دا شبکه له یو کال راپدېخوا په ډېرى ولایتونو کې فعاله ده او په دې موده کې یې څه باندې 60 میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړی دی.
افغانستان تردې دمه د نوری شبکې په مرسته له تاجکستان، پاکستان، ایران او ازبکستان سره تړل شوى دى.
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزیر وویل، چې افغانستان دا مهال د نوری فایبر له لارې600مېګابایټه انټرنټ له پاکستان، 300 مېګابایټه له ازبکستان او 150 مېګا بایټه له ایران څخه پېرودلى دى.
د هغه د څرګندونو له مخې، له ایران څخه یو مېګابایټه انټرنټ 350 ډالره، له ازبکستان څخه 1000 امریکایی ډالره او له پاکستان څخه 160 امریکایی ډالره اخیستل شوى دى؛ خو د دې بیو د راکمېدو په اړه هم له یادو هېوادونو سره خبرې اترې روانې دی.
د مخابراتو وزیر زیاته کړه، چې سږکال به انټرنټی خدمتونه د DSL،3G او وایمکس ټکنالوژۍ له لارې پراختیا ومومی او د وایمکس د جوازونو د صدور کار دوام لری او اټکل کېږی، چې په څو راتلونکو اونیو کې به د دې ټکنالوژۍ جوازونه، مخابراتی شرکتونو ته ورکړل شی.
3G سیستم (د معلوماتی ټکنالوژۍ درېیم نسل) د انالوګ او ډیجیټل مخابراتی سیستمونو په پرتله پرمختللى دى او له دې لارې د موبایل ټېلېفونو پرمټ شونې ده، چې د لوړ کیفیت او سرعت انټرنټی خدمتونه وړاندې شی، همدارنګه د دې سیستم له لارې په موبایل ټېلېفون کې د تصویرونو د لیدلو اسانتیا هم شته.
د 3G سیستم لومړنى جواز د روانې میاشتې په پیل کې د اتصالاتو مخابراتی خصوصی شرکت ته، د 25 میلیونو ډالرو په بدل کې ورکړل شو.
د مخابراتو وزیر زیاته کړه چې په روان کال کې په پام کې لری، څو د ((وایمکس)) جوازونه هم د هېواد انټرنټی شرکتونو ته ورکړی. وایمکس هم د انټرنټ یو نوى او چټک سیسټم دى، چې دا مهال د نړۍ په یو شمېر پرمختللو هېوادونو کې کارول کېږی.
هغه ژمنه وکړه، چې تر درېیو راتلونکو کلونو پورې به ټول ولایتونه د وایمکس او تری جی ټکنالوژۍ له لارې چټک انټرنټ ته لاسرسى پیدا کړی.
انجنیر سنګین زیاته کړه: ((څو کاله وړاندې په افغانستان کې انټرنټی خدمتونه د سپوږمکۍ له لارې وړاندې کېدل او اوس هم د دې خدمتونو ډېره برخه د سټلایټ له لارې افغانستان کې وړاندې کېږی، چې نرخ یې هم لوړ دى او د سپوږمکۍ له لارې د یو مېګابایټ بیه څلور زره امریکایی ډالره ده.))
انټرنټی شرکتونه د انټرنټ د بیو کمېدل یو غوره ګام بولی.
د افغان سایبر د مخابراتی شرکت مشر سمیع هاشمی پژواک ته وویل، چې انټرنټی شرکتونه د ټیټو بیو له لاری کولی شی، څو انټرنټې خدمتونه په ټیټه بیه خپلو مشتریانو ته وړاندې کړی.
هغه وویل چې تراوسه انټرنټی مرکزونه، پېرودونکو ته انټرنټی خدمتونه یو ساعت په 40 او 50 افغانیو وړاندې کوی؛ خو په دې مرکزونو کې د انټرنټ د نرخ په رالوېدو سره به د انټرنټ بیه هم ټیټه شی.
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت وایی، چې دا مهال د انټرنټی خدمتونو څه باندې 40 شرکتونه په هېواد کې فعالیت کوی او د هېواد اته سلنه وګړی انټرنټی خدمتونو ته لاسرسى لری او اټکل کېږی، چې دا کچه به په درېیو راتلونکو کلونو کې شاوخوا 50 سلنې ته لوړه شی.