Back
په امریکا کې د پاکستان سفیره وايي واشنګټن باید هرو مرو له پاکستان بښنه وغواړي
په امریکا کې د پاکستان سفیره وايي واشنګټن باید هرو مرو له پاکستان بښنه وغواړي
Published: 1391/02/30 18:9News ID: 10243Source: ایرکا خبری آژانس

د سي ان ان د راپور له مخې شري رحمان خبریالانو ته وویل امریکا په سلاله پوستو په برید سره ۲۴ پاکستاني فوځيان ووژل او د پاکستان د خلکو احساسات ېې داغي کړل نو امریکا دې احساساتو ته په درناوي سره باید له پاکستان بښنه وغواړي .
میرمن رحمان ټينګار وکړ چې پاکستان تل د القاعدې او طالبانو په وړاندې په کلکه مبارزه کړې او طالبانو د ملاتړ تورونه د دوی پر ضد تبلیغات دي .
هغې د افغانستان او پاکستان پولې ډيرې پراخې او نه کنترولیدونکې وبللې چې طالبان ترې تګ راتګ کولای شي خو دا ېې رد کړه چې د پاکستان دولت د پولو ساتلو ته پاملرنه نه کو ي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د پاکستان له خاورې د کنړ په دانګام سیمه په لسګونو توغندي وویشتل شول چې له امله ېې یو افغان ماشوم ووژل شوا او ۴ نور ټپیان شول .
تیر کال هم پاکستان د افغانستان ختیځې سیمې دسلګونو توغندیو تر بریدونو لاندې نیولې وې چې ګڼو خلکو ته ېې مرګ ژوبله هم اړولې وه