Back
ناټو له افغانستان څخه وځی،خو له وخته مخکې وتل ردوی (دشیکاګود غونډی راپور)
ناټو له افغانستان څخه وځی،خو له وخته مخکې وتل ردوی
Published: 1391/03/03 11:58News ID: 10279Source: ایرکا خبری آژانس

امریکا له افغانستان څخه د وتلو لپاره نوی ستراتیژی لری .
له شیکاګو زمونږ د خبریال د راپور له مخې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د شیکاګو په غونډه کښې وویل نړۍ د افغانستان د جنګ له پای ته رسولو ملاتړ کوی ،خو سختې ورځی هم پرمخ دی .
اوباما چې د افغانستان له ولسمشر حامدکرزی سره ېې خبری کړی وی وویل امریکا په افغانستان کښې د ځان په وړاندې په خپلو ستونزو ښه خبره ده او افغانان هم سوله او ثبات غواړی .
همدغه راز د شیکاګو له غونډی یو بل خبر وایی چې د پاکستان ولسمشر په قبایلې سیمو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د بندولو غوښتنه کړی ده .
د پاکستان دولسمشر آصف علی زرداری ویندویی فرحت الهږ بابر وویل زرداری د شیکاګو له غونډی سره په یوه وخت د پاکستان په قبایلې سیمو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د بندیدو ، او د 28 پاکستانی پوځیانو د وژلو په دلیل له اسلام آباد څخه د امریکا د رسمی بخښنې غوښتلو غوښتنه کړی ده.
همدغه راز د یو بل خبر له مخېد پاکستان ولسمشر د امریکا له خارجه وزیری هیلاری کلنټن سره هم کتلی دی .
د ناټو عمومی منشی له ټاکلی مهال ویش مخکې له افغانستانه وتل رد کړل.
راسموسن د سیکاګو د غونډی ترڅنګ په یوه خبری غونډه کښې وویل له افغانستان څخه دوتلو لپاره کومه بیړه نلری او د پلان له مخې به له 2014 م کال وروسته بهرنی عسکر له افغانستان څخه ووځی او زمونږ ستراتیژی او هدف نه بدلیدونکې دی .
نوموړی په داسی حال کښې دغه خبری کوی چې فرانسی له2014 میلادی کاله مخکې له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو دویستلو فیصله کړی ده .
همدغه راز یو بل خبر وایی د انګلستان خارجه وزیر وویل له 2014 میلادی کال وروسته له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل قطعی دی .
ویلیم هیګ د شیکاګو د غونډی تر څنګ وویل له افغانستان څخه د ناټو د عسکرو د وتلو په اړه فیصله شوی ده او افغان ځواکونه به هم له 2014 میلادی کال وروسته ، د درست افغانستان د امنیت د تامین مسئولیت په غاړه واخلی .
هغه وویل له افغانستانه وتل نهایی شوی دی او شیکاګو غونډه به یې په رسمی ډول اعلان کړی .
نوموړی په داسی حال کښې دغه څرګندونې کوی ، چې انګریز چارواکې وایی له 2014 م کال وروسته به هم یو شمیر انګریز عسکر په افغانستان کښې پاتې شی .