امریکا له افغانستان څخه د وتلو لپاره نوی ستراتیژی لری . له شیکاګو زمونږ د خبریال د راپور له مخې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د شیکاګو په غونډه کښې وویل نړۍ د افغانستان د جنګ له پای ته رسولو ملاتړ کوی ،خو سختې ورځی هم پرمخ دی . اوباما چې د افغانستان له ولسمشر حامدکرزی سره ېې خبری کړی وی وویل امریکا په افغانستان کښې د ځان په وړاندې په خپلو ستونزو ښه خبره ده او افغانان هم سوله او ثبات غواړی . همدغه راز د شیکاګو له غونډی یو بل خبر وایی چې د پاکستان ولسمشر په قبایلې سیمو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د بندولو غوښتنه کړی ده . د پاکستان دولسمشر آصف علی زرداری ویندویی فرحت الهږ بابر وویل زرداری د شیکاګو له غونډی سره په یوه وخت د پاکستان په قبایلې سیمو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د بندیدو ، او د 28 پاکستانی پوځیانو د وژلو په دلیل له اسلام آباد څخه د امریکا د رسمی بخښنې غوښتلو غوښتنه کړی ده. همدغه راز د یو بل خبر له مخېد پاکستان ولسمشر د امریکا له خارجه وزیری هیلاری کلنټن سره هم کتلی دی . د ناټو عمومی منشی له ټاکلی مهال ویش مخکې له افغانستانه وتل رد کړل. راسموسن د سیکاګو د غونډی ترڅنګ په یوه خبری غونډه کښې وویل له افغانستان څخه دوتلو لپاره کومه بیړه نلری او د پلان له مخې به له 2014 م کال وروسته بهرنی عسکر له افغانستان څخه ووځی او زمونږ ستراتیژی او هدف نه بدلیدونکې دی . نوموړی په داسی حال کښې دغه خبری کوی چې فرانسی له2014 میلادی کاله مخکې له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو دویستلو فیصله کړی ده . همدغه راز یو بل خبر وایی د انګلستان خارجه وزیر وویل له 2014 میلادی کال وروسته له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل قطعی دی . ویلیم هیګ د شیکاګو د غونډی تر څنګ وویل له افغانستان څخه د ناټو د عسکرو د وتلو په اړه فیصله شوی ده او افغان ځواکونه به هم له 2014 میلادی کال وروسته ، د درست افغانستان د امنیت د تامین مسئولیت په غاړه واخلی . هغه وویل له افغانستانه وتل نهایی شوی دی او شیکاګو غونډه به یې په رسمی ډول اعلان کړی . نوموړی په داسی حال کښې دغه څرګندونې کوی ، چې انګریز چارواکې وایی له 2014 م کال وروسته به هم یو شمیر انګریز عسکر په افغانستان کښې پاتې شی .