Back
پاکستان د افغان کډوالو ویستل وځنډول
پاکستان د افغان کډوالو ویستل وځنډول
Published: 1391/03/14 18:6News ID: 10423Source: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وویل پا کستان له دغه هیواده د غیر قانونی افغان کډوالو د ویستلو پروګرام یوه میاشت ځنډولې دې .
د بی بی سی له راپور سره سم په دې زمینې کې د اسلام اباد او کابل موافقه پا کستان ته د جماهیر انوری له سفره وروسته شوی ده .
د پاکستان حکومت له دې مخکې د می 25 نیټه له خیبر پښتونخواه صوبې د غیر قانونی افغان کډوالو د ویستلو لپاره وروستې مهلت اعلان کړې وو .
په پاکستان کې د غیر قانونی افغان کډوالو شمیر یو میلیون اټکل شوې دې .ویل کیږی چې په دغه یو میلیون غیر قانونی کډوالو کې اته لکه په خیبر پښتو نخواه او نور دوه لکه د پاکستان په نورو سیمو کې ژوند کو ی .پا کستان اوس هم د کابو درې میلیون افغان کډوالو کوربه دې .