د کابل ښار د سړک او واټونو پرغاړو د خوراکی او نورو بېلابېلو توکو پلورونکی د پولیسو او معیوبینو له چلند څخه شکایت کوی. پرلاسی کراچیو د توکو پلورونکی د پول خشتی شاوخوا سیمو امنیتی پولیس په فساد کې ښکېل بولی او زیاتوی، چې پولیس له دوى څخه پیسې اخلی او بغیر له رشوت ورکولو څخه دوى نه شی کولاى پرلاسی کراچیو توکی وپلوری. د پول خشتی شاوخو سیمو د خوراکی او نورو توکو د لاسی کراچیو د پلورونکو په وینا که پولیسو ته پیسې ورنه کړی د دوى توکی د امنیتی حوزې لخوا ضبت او د روزګار چارې یې په ټپه ودروی. د کابل ښار پل خشتی جومات ته مخامخ د خوراکی توکو یو شمېر پلورونکی بیا د معیوبینو د ناوړه چلند نه شکایت کوی. پرلاسی کراچیو د خوراکی توکو پلورونکی وایی پول خشتی جومات ته څېرمه سیمه د معیوبینو لخوا د دوى په واک کې ورکړل شوی، چې د کابل د معیوبینو د اتحادیې لخوا له دوى نه په میاشت کې له 4000 زرو څخه تر 15 زرو پورې کرایه اخېستل کیږی. د کابل د معیوبینو د سرتاسری اتحادې یو شمېر غړی دا منی، چې د پول خشتی پلی لار د ښاروالۍ لخوا دوى ته ورکړل شوې، خو په یاده سیمه کې د خوراکی توکو د پلورونکو د شکایتونو په اړه وایی، چې معیوبین پر کراچیو د توکو پلورونکو سره شریک دى. دوى وایی، چې د ښار د واټونو پر دواړو غاړو د خوراکی او نورو توکو له پلورونکو څخه کرایه نه اخلی او هغه څه، چې د توکو پلورونکی یې روزانه پیدا کوی نیمه پیداګری د معیوبینو اتحادې ته سپاری. خو د کابل ښار د سړکونو او واټونو پرغاړه، په پلی لارو او په ځانګړی ډول د پول خشتی شاوخوا سیمو کې د خوراکی توکو د پلورونکو په اړه د ښاروالۍ چارواکی وایی، چې د ښاروالۍ د مارکیتونو د تنظیم چارواکی د پولیسو او د ترافیکو له همکارۍ پرته په یوازې توګه نه شی کولى د خوراکی او نورو توکو د پلورونکو مخه ونیسی. د ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم رئیس خیر محمد صفدری کلید ته وویل، چې دوى هیچاته د دې اجازه نه ورکوی، چې د سړکو او واټونو پرغاړه خوراکی او نور توکی، چې د پلی لارو د بندیدولامل ګرځی وپلوری. خیرمحمد صفری زیاته کړه، د پول خشتۍ شاوخوا ته د تګ راتګ پلی لارې او د ښار اکثره نورې سیمې د معیوبینو لخوا تر نیول کېدو وروسته د خوراکی او نورو توکو د پلورونکو په واک کې ورکړل شوى دی. د کابل ښاروالۍ مارکیټونو د تنظیم مشر په وینا د ښار په واټونو، سړکونو او د تګ راتګ په پلی لارو کې د خوراکی او نورو توکو د پلورلو د مخنیوی په برخه کې پولیس له ښاروالۍ سره همکاری نه کوی. خیر محمد صفدری نه یوازې پولیس په ښار کې د رشوت او د بډو په اخېستلو تورن کړل، بلکې د کاراو ټولنیزو، شهدا او معیوبینو وزارت چارواکی یې هم ښار کې رامنځته شوې ستونزې کې ښکیل وبلل. خو د کابل امنیه قوماندانۍ د 101 اسمایی زون امنیتی مرستیال جنرال خلیل دستیار د ښاروالۍ د چارواکو لخوا پر پولیسو لګیدلی تورونه ردکړل او زیاته یې کړه، چې د ښار د واټونو او د سړکونو پرپلی لارو د خوراکی او نورو توکو د پلورونکو مسؤلیت د کابل ښاروالۍ دى، چې باید پر وړاندې یې جدی اقدام ترسره کړی. دستیار زیاته کړه، که د ښاروالۍ چارواکی ښار کې پرلاسی کراچیو د توکو پلورلو مخنوى وکړی امنیتی پولیس له ښاروالۍ سره هرارز همکاریو ته چمتوالۍ لری. د یادولو وړ ده، چې د کابل ښار په زیاتو سیمو کې د سړکونو پر پلی لارو او د ښار د واټونو پرغاړو په سلګونو هټیووال پرلاسی کراچیو خوراکی او نورتوکی پلوری، چې نه یوازې خلکو ته یې د تګ راتګ په برخه کې ستونزې راوړلاړې کړی، بلکې هغه غیر صحی توکی پلوری، چې د روغتیایی چارو د کارپوهانو په وینا د ګن شمېر ناروغیو لامل ګرځی.