حامدکرزی وویل: د ناټو ځواکونو هغه عملیات چې ملکی خلکو ته د سر او مال زیان و رسوی په هیڅ ډول توجیه نلری او د منلو او زغم وړ نه دی. د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وروسته له دې چې خبر یې ترلاسه کړ چې د ناټو په هوایی بمبارۍ کې اتلس ملکیان وژل شوی، د چین سفر نیمګړی پرېښود او خپل هیواد ته راستون شو. کرزی وویل، د چهارشنبې په ورځ د لوګر په حمله کې اتلس ملکیان وژل شوی دی. ده په یوه اعلامیه کې ویلی چې په دا ډول عملیاتو کې د ملکیانو مرګ ژوبلې ورته د منلو نه دی. کرزی دا څرګندونې په داسی حال کې وکړې چې د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا نن/پنجشنبه/ په یوه نا اعلان شوی سفر افغانستان ته راورسېد. پنیتا وویل چې تر هغو چې په پاکستان کې د سخت دریځو لپاره خوندی پناهځایونه وی ګرانه ده چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شی. پرون د لوګر ولایت د برک برک ولسوالۍ په سجاوند کلی کې د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې اتلس ملکیان، چې اکثره یې ښځې او ماشومان دی، ووژل شول. د ناټو ځواکونو په دا ډول عملیاتو کې، چې د افغان ځواکونو له مشورې پرته کوی، عموماً ملکیان وژل کېږی. ناټو تر دې مخکې هم د دا ډول عملیاتو د علت په اړه څه نه دی ویلی. ویل کېږی چې دوی ته مغرض عناصر ناسم استخباراتی مالومات ورکوی. حامدکرزی وویل: د ناټو ځواکونو هغه عملیات چې ملکی خلکو ته د سر او مال زیان و رسوی په هیڅ ډول توجیه نلری او د منلو او زغم وړ نه دی. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې کرزی د کندهار پرونی ځان مرګی بریدونه هم غندلی او ویلی یې دی:« ولسمشر د کندهار په تروریستی بریدونوکې زموږ د یو شمېر بې ګناه ملکی هېوادوالو پر وژنه، په ژوره توګه خواشینی شوی دی او په هېواد کې د دغو دواړو خواشینونکو پیښو له امله په چین کې خپل رسمی سفر را لنډوی او ډیر ژر هېواد ته راستنیږی. همدا راز حامدکرزی تیره شپه د لوګر او کندهار د وروستیو غمجنو پیښو د څرنګوالی په اړه د جمهوری ریاست له لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم او د لوګر او کندهار له والیانو سره ټلیفونی خبرې وکړې او په دې اړه یې ورڅخه مالومات وغوښتل.