Back
د اسیا په زړه کې د سیمه ییزې ملګرتیا لپاره نوې طرحه (د کنفرانس اعلامیه پښتو او فارسی)
د اسیا په زړه کې د سیمه ییزې ملګرتیا لپاره نوې طرحه (د کنفرانس اعلامیه پښتو او فارسی)
Published: 1391/03/26 5:36News ID: 10556Source: ایرکا خبری آژانس

1-د «اسیا زړه» د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس ـ کابل د استانبول بهیر د تعقیب په موخه د وزیرانو د لومړنۍ ناستې په توګه د 1391 کال د غبرګولی په 25مه نېټه د افغانستان د کابل په ښار کې جوړ شو. کنفرانس د افغانستان اسلامی جمهوریت د جمهورر ئیس جلالتماب حامد کرزی له لوری پرانېستل شو او د افغانستان اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر جلالتماب ډاکټر زلمی رسول او د ترکیې جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر جلالتماب احمد داود اوغلو تر ګډې مشرۍ لاندې ترسره شو.
2 . د اسیا زړه د 14 هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو پلاوو (چې په 35 پاراګراف کې یې یادونه شوې)، د 14 ملاتړ کوونکو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو پلاوو (چې په 36 پاراګراف کې یې یادونه شوې) او د 11 سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو لوړپوړو پلاوو (چې په 36 پاراګراف کې یې یادونه شوې) په دغه ناسته کې برخه درلوده.
3 . موږ د اسیا زړه هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران، د ملاتړو هیوادونو او سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو د وزیرانو او لوړپوړو استازو په ګډون؛واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د ملګرو ملتونو په منشور کې د ملتونو د بنسټیزې برابرۍ لیکل شویو اصولو ته په پابندۍ؛ او په نړیوالو چارو کې د ملګرو ملتونو د رول په درک سره؛د ښه ګاونډیتوب د اړیکو په اړه د کابل د 2002 کال په اعلامیه کې د لیکل شویو ژمنو به بیا تایید سره؛په دې سره موافقه چې د سیمه ییزې همکارۍ او امنیت لوړتیا د هیوادونو تر منځ د باور رامنځته کولو او ډاډ په اړه د تدبیرونو نیولو ته اړتیا لری؛
د افغانستان لپاره د استانبول د مهم کنفرانس په یادولو سره: د اسیا په زړه کې امنیت او همکاری چې د 2011 کال د نومبر په 2مه په استانبول کې جوړ شو، د نننی کنفرانس لپاره د یوه بنسټ په توګه د هغه په بیا تایید او د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان او په ټوله کې د یوې با امنه او سوکاله سیمې لپاره د نتیجه محوره او صادقانه همکارۍ په موخه د اسیا زړه هیوادونو ترمنځ له ترلاسه شوی تفاهم سره؛
د یوه باثباته او امن افغانستان لپاره د سیمه ییز امنیت او همکارۍ په اړه د استانبول بهیر په سند کې پر تصریح شویو اصولو زموږ د ژمنو په بیا تایید سره؛په دې اړه په موافقې سره چې د استانبول بهیر د هغه د مرکز په توګه د افغانستان په ګرځولو سره او د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان او په کل کې د یوې امنې او سوکاله سیمې لپاره په صادقانه او نتیجه محوره همکارۍ کې د اسیا زړه هیوادونو په شریکولو سره د سیمه ییزې همکارۍ لپاره نوې طرحه وړاندې کوی؛په دې په پوهیدو سره چې د استانبول بهیر چې د سیمې په مالکیت او د افغانستان په مشرۍ او د لیرې او نږدې ګاونډیانو په ملاتړ او همکارۍ یو اصلی بهیر دی او د دې په څرګندولو سره چې د دغه بهیر د سیمه ییز مالکیت د پیاوړی کولو په موخه باید پریکړې د اسیا زړه هیوادونو ترمنځ د سلا مشورو له لارې ترسره شی؛د دې په روښانولو سره چې «د اسیا زړه هیوادونو» اصطلاح افغانستان او د افغانستان لیرې او نږدې ګاونډیانو ته اطلاقیږی، او پر یوه نوی جغرافیایی بنسټ دلالت نه کوی؛
د اسیا په زړه کې د ځمکنی پله په توګه د افغانستان مهم رول ته په پام سره چې د اسیا سویل، مرکزی اسیا، یورو اسیا / اروپا او منځنی ختیځ سره نښلوی؛
په دې اړه په موافقې سره چې تروریزم او له تاوتریخوالی ډکه افراط پالنه د سیمې لپاره ګډ ګواښونه دی او د تروریستی امن پټنځایونو د له منځه وړلو او همدارنګه د تروریزم له پاره د مالی او تاکتیکی ملاتړ د ګډوډولو په ګډون د دغو ګډو ننګونو د له منځه وړلو په موخه د سیمې د هیوادونو تر منځ د همکارۍ او ګډو او همغږو هڅو پر اړتیا باندې په ټینګار سره؛د ټولیز او ګډ مسوولیت له اصل سره په سمون کې د سیمې او له هغې نه بهر، سولې او ثبات ته د مخامخ ګواښونو په وړاندې چې د نشه یی توکو له غیرقانونی تولید، قاچاقو او کاروَنې څخه رامنځته کیږی له افغانستان سره زموږ د همکارۍ او همداراز د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ د لا پیاوړتیا په اړه پر خپلو ژمنو باندې په بیا ټینګار سره او په دې برخه کې په ځانګړی ډول د غیرقانونی نشه یی توکو او تریاکو په وړاندې د مبارزې په اړه چې په افغانستان کې تولیدیږی، د پاریس تړون د شریکانو د وزیرانو د درېیم کنفرانس د پایلو اهمیت ته په پام سره چې د فبرورۍ په شپاړسمه نېټه په ویانا کې جوړ شو؛د دې په پیشبینۍ سره چې د باور جوړولو د تدبیرونو تحقق به چې د استانبول بهیر په سند کې په ګوته شوی د سیمی د هیوادونو ترمنځ د ډاډ او باور په رامنځته کولو کې مرسته وکړی؛
د استانبول په بهیر کې د اسیا زړه د ټولو هیوادونو له ملاتړ او مشارکت او په ځانګړې توګه د استانبول بهیر په لاره اچولو، د استانبول کنفرانس په کوربه توب او له دې بهیر نه په همیشنی ملاتړ کې د ترکیې جمهوریت له فعال رول او همکارۍ څخه په قدردانۍ سره؛
د هغو مخکې پرتو ګامونو د مشرۍ له لارې چې په دغه غونډه کې تصویب شول په ګډون د سیمې د امنیت، ثبات او سوله ییزی اقتصادی همکارۍ د کچې د لوړولو په موخه د افغانستان له سیمه ییز او تاریخی موقعیت نه د ګټې اخیستنې له پاره د دغه هیواد میلان او ارادې ته په هرکلی سره؛
د استانبول د بهیر په ګډون د سیمه ییزې همکارۍ په ملاتړ کې د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سره په سمون کې د ملګرو ملتونو له مرکزی او بیطرفانه رول څخه هرکلی؛
د موجودو سیمه ییزو سازمانونو د مهم رول په درک سره او پر دې په ټینګار سره چې د پراخو اقتصادی همکاریو د ګټو او په سیمه کې د نږدیوالی، ښه امنیت او له خلکو سره د خلکو د لازیاتو اړیکو په لار کې د سیمه ییزو سازمانونو له رول څخه باید ملاتړ وشی او د دغو سیمه ییزو سازمانونو ترمنځ د لا زیاتو ګډو هڅو د رامنځته کولو په غوښتنه؛
د دې ټکی په بیا څرګندولو سره چې د استانبول د بهیر موخه د سیمه ییزو سازمانونو د شته هڅو ځای ناستوالی نه دی، بلکې موخه یې د اړتیا پر مهال او په ځانګړې توګه هغه وخت چې په افغانستان پورې اړه پیداکوی د دوی د همکارۍ او کار بشپړول دی؛ او
د سیمه ییزو همکاریو د روانو هڅو له پاره د قوی ټینګار او زیاتې انګیزې په اړه زموږ د ژمنو په بیا تا یید سره؛د افغانستان په اړه د سیمه ییزو اقتصادی همکاریو کنفرانس یا ریکا د پینځمې ناستې بریالۍ ترسره کیدنې ته هرکلی چې د 1391 کال دوری له 7 تر 8 نیټې د دوشنبې په ښار کې جوړه شوه او د دې کنفرانس په کوربه توب کې د تاجیکستان جمهوریت د ارزښتناک رول، او په دې موافقه چې د سیمه ییزو پروژو د پلی کولو په لار کې چې د ریکا د پینځم کنفرانس په اعلامیه کې په ګوته شوی دی کار به هم په سیمه کې د لا زیاتې باور جوړونې په لاره کې مهم ګامونه وی؛
د افغانستان په نړیوال کنفرانس کې چې په افغانستان کې د ثبات او اقتصادی ودې له پاره د نړیوالې ټولنې د همیشنی ملاتړ په اړه د افغانستان په مشرۍ او د المان په کوربه توب د 2011 کال د دسمبر پر 5 په بن کې جوړ شو، له لېږد بهیر څخه وروسته او له 2015 نه تر 2025 پورې د بدلون د لسیزې په اوږدو کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د کلکو ګډو ژمنو په یادولو سره؛
د افغانستان په اړه د توکیو کنفرانس ته په هرکلی سره چې ټاکل شوې د 1391 کال د چنګاښ پر 18مه نېټه د افغانستان او جاپان د حکومتونو په بلنه جوړ شی، او د بدلون د لسیزې په بهیر کې د افغانستان د ثبات او پایداره اقتصادی پرمختګ له پاره د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د ګډو ژمنو پر بنسټ د دوامداره نړیوال ملاتړ په غوښته او په دې برخه کې د افغانستان له پاره د ډیلی د پانګونې د غونډې د جوړلو له امله چې د افغانستان په باب د سیمه ییزو او نړیوالو پانګوالو یو کنفرانس دی او ټاکل شوې چې د 2012 کال د جون پر 28 نېټه په ډیلی کې جوړ شی، د هند له جمهوریت څخه او له نور ورته نوښتونو څخه په مننه چې کولی شی د توکیو کنفرانس له بحثونو سره په اغېزمنه توګه مرسته وکړی؛د افغانستان او د هغه د ګاونډیو هیوادونو تر منځ د سیمه ییزو همکاریو د لوړتیا او د دوه اړخیزو، درې اړخیزو او څو اړخیزو ډول ډول بهیرونو په ګډون د افغانستان او سیمې د هیوادونو ترمنځ د همکارۍ او خبرو اترو د زیاتیدو او د ډول ډول ننګونو د له یوبل سره تړل شوی ماهیت د درک پر اهمیت باندې ټینګار چې د سیمې هیوادونه ورسره مخامخ دی؛په دې وسیله داسی اعلاموی:
4 . موږ د (Concept paper) طرحه چې د افغانستان له خوا چمتو او د استانبول بهیر د چمتووالی په لومړۍ او دویمه ناسته کې چې د 1390 کال د کب په 10 په کابل او د اپریل په 18مه په عشق آباد کې جوړه او زموږ د لوړپوړو استازو له لوری تر کتنې لاندې ونیول شوه، تا ییدوو، او په ځانګړی ډول د استانبول بهیر د تعقیب په موخه د لاندینیو درېیو عناصرو په اړه موافقه کوو:
الف) د افغانستان او د هغه د لیرې او نږدې ګاونډیانو ترمنځ سیاسی سلا مشورې؛
ب) د باور جوړولو د تدبیرونو د پلی کولو لپاره یوه تدریجی او دوامداره لاره چاره چې د استانبول بهیر په سند کې په ګوته شوې ده؛ او
ج) د سیمه ییزو ډول ډول سازمانونو او بهیرونو په کار کې د مرستې وړاندې کول، په ځانګړی توګه له افغانستان سره د دوی اړوند فعالیتونه.
الف) سیاسی سلا مشورې
5 . د یوه امن او سوکاله سیمې د پرمختګ لپاره زموږد ګډې عمومی موخې په نظر کې نیولو سره موږ دسیمې د ټولو هیوادونو امنیتی ګټو ته د پایداره اوسوله ییزې رسیده ګی د تضمین لپاره له یوبل سره د همکارۍ په اړه موافقه کوو. په دې برخه کې موږ پر هغو ننګونو باندې د برلاسه کیدو لپاره چې افغانستان په ځان باندې د متکی اقتصاد، عامه امن اوثبات ته درسیدو په لاره کې ورسره مخامخ دی له افغانستان سره د مرستې لپاره پرخپلې ژمنې بیا ټینګار کوو، او دیوه امن او له اقتصادی پلوه یو موټی سیمې د راتلونکی لپاره د یوه مثبت عامل په توګه د خپل رول د لوبولو بیا څرګندونه کوو. افغانستان پخپل وار له سیمې سره د ګډې ګټورې او سوله ییزې همکارۍ په اړه خپله ژمنه یو ځل بیا څرګندوی. افغانستان ژمنه کوی چې له خپلې خاورې به د بل هیواد پرخلاف هیڅ ډول ګواښ ته اجازه ورنه کړی او له ګاونډیانو نه هم ورته هیله لری.
6 . موږ په افغانستان کې د لېږد د روان بهیر له پرمختیاوو څخه په رضایت یادونه کوو او د افغانستان له پام وړ لاسته راوړنو څخه چې په تدریجی توګه یی له نړیوالو ځواکونو څخه د امنیتی او دفاعی مسوولیتونو په اخیستو کې ترلاسه کړی دی، هرکلی کوو. د 2012 م کال په مې کې د لېږد د درېیم پړاو په اعلامولو سره به افغان ملی امنیتی ځواکونه د 2013 کال په نیمایی کې د لېږد مسوولیت د بشپړولو په موخه د افغانستان په 34 ولایتونو کې د افغانستان د وګړو د 75 سلنې امنیتی مسوولیت په غاړه واخلی، چې د 2014 م کال تر پایه به د امنیت او همکارۍ د نړیوالو ځواکونو (ایساف ) وتل ممکن کړی. موږ همداراز یادونه کوو چې افغانستان به له لېږد بهیر څخه وروسته د بدلون د لسیزې 2015-2025 په بهیر کې د افغان ملی امنیتی ځواکونو په روزنې، تجهیز، د ظرفیت پرمختیا او اکمال دوامداره ملاتړ ته اړتیا ولری.
7. موږ په افغانستان کې د پایداره سولې لپاره د یوې ډاډمنې لارې په توګه د یوې سیاسی حل لارې پراهمیت ټینګار کوو او موافقه لرو چې د ملی روغې جوړې بهیر چې د افغانانو په مشرۍ پرمخ ځی ملاتړ وکړو. موږ د سولې د ټول ګډی بهیر له لارې له ټولو طالبانو او نورو پوځی ډلو سره د روغې جوړې په منظور چې د تاوتریخوالی د پرېښودلو، له نړیوالو تروریستی ډلو سره د اړیکو د پریکون، د افغانستان د دیموکراتیکو ارزښتونو د ساتنې او د نارینه وو او ښځو په ګډون د بشر د حقونو په اړه د افغانستان د اساسی قانون مفادو ته د درناوی پر اصولو ولاړه وی، د افغانستان هڅې تاییدوو. موږ د افغانستان د سیمه ییزو شریکانو په ګډون د نړیوالې ټولنې له غړو څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان په مالکیت او مشرۍ د سولې له بهیر څخه هرډول شونی ملاتړ ترسره کړی، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالی پای ته رسېدو ته یو فرصت برابر شی.
8 . موږ افغانستان ته د یوه ملی واکمنۍلرونکی، خپلواک او دیموکراتیک هیواد په توګه درناوی کوو چې د سیمې او سیمې څخه بهرد سولې، سلامتۍ او سوکالۍ رغنده جز جوړوی. د افغانستان
د حکومت له لومړیتوبونو څخه په ملاتړ د امنیت، غوره حکومتولۍ او اقتصاد په مسایلو کې، لکه هغسې چې یې پورته یادونه وشوه، موږ د هغو ننګونو چې کولی شی د افغانستان ثبات او پرمختګ ګډ وډ کړی او سیمې او نړیوال امنیت ته زیان ورسوی، څارونکی یو. تروریزم، له تاوتریخوالی ډکه افراط پالنه او نشه یی توکو غیرقانونی تولید او قاچاق هغه اساسی ننګونې دی چې افغانستان ورسره مخامخ دی. په داسې حال کې چې دغه ننګونې د اسیا زړه هیوادونه یو برابر نه اغیزمنوی، خو په ټوله سیمه کې دامنیت، سولې او سوکالۍ لپاره د هیلو په کمزوری کولو کې باالقوه ځواکمنتیا لری. موږ همدارنګه درک کوو چې هیڅ دولت او یا سازمان په یوازې توګه نه شی کولای چې دغو ننګونو ته رسیده ګی وکړی، او پردې بنسټ د ثبات او سوکالۍ په ټینګښت کې یوې همغږې هڅې ته اړتیا ده. په پایله کې دغو ننګونو ته درسیده ګۍ په موخه سیمه ییزه او نړیواله همکاری حتمی ده.
9 . ګډو ګواښونو او ننګونو ته په رسیدو کې موږ منو چې تروریزم، له تاوتریخوالی ډکه افراط پالنه او بیلتون غوښتنه زموږ، سیمې او له سیمې څخه بهر زیات شمیر هیوادونو لپاره یوه جدی ننګونه رامنځته کوی، چې کیدای شی د ټولیزو هڅو په وسیله ورته رسیده ګی وشی. په دې برخه کې موږ د تروریستی فعالیتونو د تمویل، پناه ورکولو، روزنې اوسمبالښت په ګډون د تروریزم، افراط پالنې او بیلتون غوښتنې د ټولو ډولونو په وړاندې په مبارزه کې خپل قوی هوډ تکراروو.
10 . یوه بله ننګونه چې د سیمې ګډې سولې او ثبات ته جدی ګواښ رامنځته کوی، هغه د نشه یی توکو ننګونه ده، په دې برخه کې او د ټولیز او ګډ مسوولیت د اصل په لیدلوری سره، موږ د نشه یی توکو د تولید، قاچاقو او غیرقانونی کاروَنې له امله د راپېښ ګواښ په وړاندې د مبارزې په موخه له افغانستان او سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره خپله همکاری پیاوړې کوو.
11. په سیمه کې د همکارۍ او ډاډ د پیاوړتیا د اړتیا په درک سره اوپه دې توګه د افغانستان او د هغه د شاوخوا سیمې له ثبات او سوکالۍ سره د مرستې لپاره موږ موافقه کوو چې د افغانستان او د هغه د لیری او نږدې ګاونډیانو ترمنځ د افغانستان او په ټوله کې د سیمې لپاره د ټولو ذینفع او مهمو مسالو په اړه په دوامداره بهیر او اغیزمنو خبرو اترو کې برخه واخلو.
12. موږ سربېره پردې درک کوو چې په لوړه کچه د منظمو سیاسی سلا مشورو ترسره کول د یوه دوامداره ډیالوګ د سمبالښت تر ټولو اغیزمنه لاره ده، په دې توګه موږ ژمنه کوو چې د اسیا زړه هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران، په کال کې یو ځل د سیاسی سلامشورو لپاره د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه چې کېدی شی په خپله خوښه یې د هر یوه ګډون کوونکی هیواد له لوری کوربه توب وشی سره راټول شی، همدارنګه د اړتیا په صورت کې به دغه غونډې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومی اسامبلې په څنډه کې هم چې افغانستان یې ټول لازم ترتیبات په غاړه اخلی، جوړې شی.
13 . موږ خپلو لوړپوړو کارکوونکو ته دنده سپارو چې د وزیرانو د غونډو اجنډا چمتو کړی، موږ پیشبینی کوو چې په دغو غونډو کې به سیاسی سلا مشورې پر نورو موضوعاتو سربیره په افغانستان کې د پرمختیاوو په اړه پر بحثونو او څرګندونو او د اسیا زړه هیوادونو له پاره د ګډو ګټو لرونکو پر نورو موضوعګانو او امنیت ته د ګډو ګواښونو په ګډون، لکه تروریزم، افراط پالنه او د نشه یی توکو او سازمان شویو جرمونو د نورو بڼو پر ګواښ متمرکزې وی؛ موږ به همداراز د سوکالۍ د زیاتوالی او په بشپړه توګه د سیمې د خلکو د هیلو د پلی کېدلو لپاره د شته مثبتو فرصتونو په اړه سلا مشورې کوو.
14 . په کابل کې میشت د استانبول په بهیر کې شامل سفیران او استازی، ګډون کوونکی هیوادونه او سازمانونه به په منظمه توګه سره لیدنې کتنې وکړی چې د اړونده مسالو په اړه نظرونه او د نظرونو همغږی سره تبادله کړی.
ب) د باور جوړولو د تدبیرونو پلی کول
15 . له هغو تفاهمونو او موافقو سره په سمون کې چې د 1390 کال د لړم په 12مه نېټه د استانبول په کنفرانس کې ترسره شوې، موږ د سیمې په دننه کې د زیات باور او اعتماد د رامنځته کولو لپاره د باور جوړولو د یو لړ پراخو تدبیرونوCBMs د پلی کولو له لارې چې د استانبول بهیر په سند کې په ګوته شوی دی، خپله ژمنه یو ځل بیا څرګندوو.
16 . موږ د باور جوړولو د ټولو تدبیرونو د پراخه پلی کولو پر اهمیت چې د استانبول بهیر په سند کې شامل دی، ټینګار کوو. په دغه پړاو کې د یوې دوامداره او زیاتېدونکی لارې چارې د اړتیا له درک کولو سره سره، موږ د لاندینیو 7 تدبیرونو د پلی کولو په اړه پریکړه کوو چې سیاسی او امنیتی برخې، اقتصادی همکاری او تحصیلی او ښوونیزې برخې په ځان کې رانغاړی:
i) د طبیعی پېښو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ لپاره د ګډو لارښوونو رامنځته کول (د طبیعی پېښو د مدیریت د باور جوړولو تدبیر)،
ii) د معلوماتو د راکړې ورکړې په ګډون له تروریزم سره د مبارزې په موخه زیاته همکاری (د تروریزم په وړاندې د باور جوړولو تدبیر)،
iii) په سرحدونو کې د افرادو او موادو د غیرقانونی تېرېدنې راتېرېدنې د مخنیوی لپاره د دوه اړخیزو هڅو د زیاتوالی په ګډون د نشه یی توکو او غیر قانونی مالونو، وژونکو موادو او د هغو د چمتو کوونکو توکو له قاچاقو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې د هیوادونو ترمنځ همکاری او اړیکی(له نشه یی توکو سره د مبارزې د باور جوړولو تدبیر)،
iv) د سوداګرۍ خونو ترمنځ د غوره همکارۍ لپاره د یوه چوکاټ جوړول(د سوداګرۍ د خونو د باور جوړولو تدبیر)،
v) د سوداګریزو فرصتونو او سوداګرۍ د ځانګړو شرایطو په اړه د معلوماتو د راکړې ورکړې ښه والی (د سوداګریزو فرصتونو د باور جوړولو تدبیر)،
vi) د نړیوالو همکارانو په ملاتړ د سیمې د اړیکو د زیربناوو د پراختیا او ساتلو لپاره د یوې منسجمې ستراتیژۍ پرمختیا (د سیمه ییز جوړښت د باور جوړولو تدبیر)، او
vii) د ښوونې او روزنې او ساینس په برخه کې په لنډمهاله او اوږدمهاله توګه د همکارۍ او تبادلاتو پراختیا (د ښوونې او روزنې د باور جوړولو تدبیر).
17 . د باورجوړولو د پورتنیو تدبیرونو د پلی کولو په لیدلوری، موږ د اسیا زړه هیوادونه د لاندېنیو پریکړو د بهیر په پلی کولو کې د ګډون او په ځانګړی ډول د دغه بهیر په مشرۍ کې د رول لوبولو په اړه د ځانګړو هیوادونو لیوالتیا ته هرکلی وایو:
i) د طبیعی پېښو د مدیریت د باور جوړولو تدبیر: افغانستان، چین، هند، ایران، قزاقستان، قیرغیزستان، پاکستان او ترکیه پریکړه کوی چې د دې تدبیر په پلی کولو کې برخه واخلی او پاکستان او قزاقستان د دې تدبیر د پلی کولو مشرۍ ته لیوالتیا ښیی، موږ همدارنګه د ډنمارک، اروپایی ټولنې، فرانسې، جاپان، ناروې، بریتانیا او د امریکا له متحدو ایالاتو څخه د باور جوړولو د دې تدبیر په پلی کولو کې د تیاری له امله هرکلی کوو.
ii) دتروریزم په وړاندې په مبارزه کې د باور جوړولو تدبیر: افغانستان، اذربایجان، چین، هند، ایران، قیرغزستان، پاکستان، روسیه، تاجیکستان، ترکیه او متحده عربی امارات پریکړه کوی چې د دې تدبیر په پلی کولو کې برخه واخلی او افغانستان، متحده عربی اماراتو او ترکیې د دې تدبیر د مشرۍ لپاره خپله لیوالتیا څرګنده کړې ده، موږ همدارنګه د فرانسې، بریتانیا او د امریکا له متحدو ایالاتو څخه د باور جوړولو د دې تدبیر د پلی کولو د ملاتړ له امله هرکلی کوو.
iii) له نشه یی توکو سره د مبارزې د باور جوړولو تدبیر: افغانستان، اذربایجان، چین، هند، ایران، قزاقستان، قیرغزستان، پاکستان، روسیه، تاجیکستان، ترکیه او متحده عربی امارات پریکړه کوی چې د دې تدبیر په پلی کولو کې ګډون وکړی او روسیه او اذربایجان لیواله دی چې د دغه تدبیر د پلی کولو مشری وکړی، موږ همداراز د کاناډا، ډنمارک د اروپا ټولنې، فرانسې، بریتانیا او د امریکا له متحدو ایالاتو څخه دباورز جوړولو د دې تدبیر په پلی کولو کې د تیاری له امله هرکلی کوو،
iv) دسوداګرۍ خونو دباور جوړولو تدبیر: افغانستان، اذربایجان، هند، ایران، قزاقستان، قیرغزستان، پاکستان، روسیه، تاجیکستان، ترکیه او ترکمنستان پریکړه کوی چې د دې تدبیر په پلی کولو کې برخه واخلی او هند د دې تدبیر د پلی کولو مشرۍ ته خپله لیوالتیا څرګنده کړې ده، موږ همداراز له المان، بریتانیا، او د امریکا له متحدو ایالاتو څخه د دې تدبیر په پلی کولو د تیاری له امله هرکلی کوو،
v) د سوداګریزو فرصتونو د باورجوړولو تدبیر: افغانستان، اذربایجان، هند، ایران، قرغیزستان، پاکستان، روسیه، تاجیکستان، ترکیه او متحده عربی امارات پریکړه کوی چې د دې تدبیر په پلی کولو کې برخه واخلی او هند لیوالتیا ښوولې چې د سوداګرۍ خونو له تدبیر سره یو ځای د دې تدبیر د پلی کولو مشری وکړی، موږهمدارنګه د کاناډا، اروپا ټولنې او د امریکا له متحدو ایالاتو څخه د باور جوړولو د دې تدبیرونو په پلی کولو کې د ملاتړ د تیاری له امله هرکلی کوو،
vi) د سیمه ییزو زیربناوو د باور جوړولو تدبیر: افغانستان، اذربایجان، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، روسیه، تاجیکستان، ترکیه او ترکمنستان پریکړه کوی چې د باور جوړولو د دې تدبیر په پلی کولو کې ګډون وکړی او ترکمنستان او اذربایجان د دې تدبیر د پلی کولو د مشرۍ لپاره خپله لیوالتیا څرګنده کړې ده، موږ همدارنګه د دې تدبیر په پلی کولو کې د المان او امریکا د متحدو ایالاتو د ملاتړ د تیاری له امله هر کلی کوو،
vii) د ښوونې او روزنې د باورجوړولو تدبیر: افغانستان، اذربایجان، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، روسیه، تاجیکستان، ترکیه او ترکمنستان پریکړه کوی چې د باورجوړولو د دې تدبیرونو په پلی کولو کې ګډون وکړی او ایران د دې تدبیر د پلی کولو مشرۍ ته خپله لیوالتیا څرګنده کړې ده، موږ همدارنګه د دې تدبیر په پلی کولو کې د استرالیا او د امریکا د متحدو ایالاتو د ملاتړ د تیاری له امله هرکلی کوو.
18. موږ له خپلو لوړپوړو کارکوونکو څخه هیله لرو، چې د وزیرانو د ناستو ترمنځ په واټن کې د خپلو منظمو لیدنو کتنو له لارې د باورجوړولو د تدبیرونو د چمتووالی، پرمختګ او پلی کولو له پرمختیا څخه څارنه وکړی او د وزیرانو ناستې ته د هغه د پرمختیا په باب یو ګزارش وړاندې کړی. په دې برخه کې موږ د اسیا زړه له هیوادونو څخه چې د باور جوړولو په بېلابېلو تدبیرونو کې ګډون لری، هیله لرو چې په دغه بهیر کې فعال رول واخلی او د دغو تدبیرونو تحقق یو ګډ مسوولیت وګڼی.
19 . د استانبول بهیر د تدابیرو د پلی کولو لپاره د یوې پراخې لارې چارې د سمبالښت په منظور، موږ د ملګرو ملتونو د تخصصی سازمانونو په ګډون ټولو سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونوته بلنه ورکوو چې د دې تدابیرو په پرمختیا او پلی کولو کې ګډون وکړی، او د اړتیا په حال کې د هغو تدابیرو په برخه چې له پخوا نه لا د پلی کیدو په حال کې دی او له ځینې تدبیرونو سره یو شان او تړاو لرونکی دی، د معلوماتو راکړه او تخصصی ملاتړ وکړی.
20 . په اغېزمنه او همغږې توګه د باورجوړولو د دغو تدابیرو د پلی کولو په موخه، ګډون کوونکی هیوادونه به د باور جوړولو د هریوه تدبیر لپاره د تخنیکی اړیکې یوه مرجع معرفی کړی چې د باورجوړولو د اړونده تدبیر د پلی کولو په سیمه ییزه تخنیکی ډله کې ګډون وکړی. د تدبیرونو په پلی کوونکو هیوادونو کې د متخصصینو د تخنیکی اړیکو مراجع به حکومتی ادارې وی. د مشری کوونکو هیوادونو رول به عمدتاً د لیدنو کتنو او تخنیکی ډلو د فعالیتونو همغږی کول او تعقیب او له اړتیا سره سم د اسیا زړه هیوادونو لوړپوړو چارواکو ته د ګزارشونو وړاندې کول وی.
21. د باور جوړونې د هر تدبیر لپاره به مشری کوونکی هیواد د ټولو ګډون کوونکو هیوادونو او سازمانونو د تخنیکی اړیکې د مراجعو په ګډون د اړونده باور جوړونې تدبیر د پلی کولو د پلان د پرمختیا له پاره د سیمه ییزې تخنیکی ډلې لیدنې کتنې جوړوی. موږ پیشبینی کوو چې د باور جوړونې د تدبیر پلی کولو لومړنۍ بسته به د اسیا زړه هیوادونو د لوړپوړو کارکوونکو د څیړنې لپاره د 2012 کال د سپټمبر تر پای پورې چمتو کړو. له دې سره په یوه وخت کې شونې ده چې د اسیا زړه هیوادونو د سفیرانو ډله به له اړتیا سره سم په کابل کې خپلې ناستې د دغو تطبیقی پلانونو په پرمختیا کې د ودې د مرور له پاره ترسره کړی. د باور جوړونې د پلی کولو چوکاټ چې د افغانستان له خوا چمتو شوی، کیدی شی چې د سیمه ییزو تخنیکی ډلو له خوا د خپلو اړوندو تطبیقی پلانونو د پرمختیا لپاره د یوه بنسټ وکارول شی.
22 . موږ د استانبول بهیر له امله د نړیوالې ټولنې د ارزښتناکې لیوالتیا قدردانی کوو. په دې برخه کې په دې سند کې شامل د باور جوړولو د تدابیرو د پلی کولو له بهیر سره د مرستې په موخه د ملاتړو هیوادونو او سازمانونو د تیاری څرګندونه په نظر کې نیسو، موږ پیشبینی کوو چې د باور جوړولو له تدبیرونو څخه ملاتړ به له ممکنو مالی مرستو سربیره تخصصی او د تخنیکی ملاتړ نور ډولونه په ځان کې راونغاړی.
23 . موږ موافقه لرو چې د باورجوړولو د تدبیر پلی کول د ټولو ګډ او د خپلې خوښې بهیر دى او ګډون کوونکی هیوادونه او سازمانونه کولى شی په هر پړاو کې د چمتوکولو او یا تحقق په بهیر کې د باور جوړولو ټاکلی تدبیرونه وټاکی او په هغو کې ګډون وکړی او یا له ګډون څخه ډډه وکړی.
24 . موږ د سیمې د هیوادونو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ د زیاتیدو د دوام پربنسټ خپله هیله څرګندوو او په دې برخه کې په پام کې نیسو چې په راتلونکی کې به د وزیرانو ناسته د باورجوړولو د لازیاتو تدبیرونو لومړیتوبونه وټاکی چې د استانبول بهیر په لیست کې لیکل شوی او د هغو د پلی کولو په اړه به لازم تدبیرونه ونیسی.
25 . موږ د کډوالو د داوطلبانه او په مصؤنه توګه له بېرته راګرځیدلو او پخپل هیواد کې د دوی د عزتمند او منظم پایداره بیا ادغام لپاره د مناسبو شرایطو له رامنځته کولو او همدارنګه د کډوالو له کوربه هیوادونو سره له دوامداره نړیوالو مرستو څخه ملاتړ کوو. افغانستان د ایران له اسلامی جمهوریت او د پاکستان له اسلامی جمهوریت څخه په تیرو درېیو لسیزو کې د افغان مهاجرینو د کوربه توب له امله مننه کوی. په دې برخه کې موږ سپارښتنه کوو چې د کډوالو اړوند د باور جوړولو تدبیر چې د استانبول په سند کې ذکرشوی، باید په بل پړاو کې د پلی کیدو لپاره په لومړیتوب کې ځای ونیسی.
26 . موږ د مننې په څرګندولو سره د باور جوړولو د تدبیرونو د پلی کېدو په بهیر کې د تخنیکی ډلو په ګډون د لوړپوړو کارکوونکو د بېلابېلو غونډو د تماس د اصلی مرجع په توګه د افغانستان د تیاری قدردانی کوو.
ج) د سیمه ییزو سازمانونو رول
27 . موږ د سیمه ییزو سازمانونو مهم رول چې د اسیا زړه هیوادونو مختلف ترکیب په ځان کې رانغاړی، درک کوو. په ځانګړې توګه د سیمه ییزو همکاریو په برخه کې په سیمه کې د امنیت د پرمختګ او اقتصادی پرمختیا په لار کې د اسلامی همکاریو سازمان (OIC)، د شانګهای د همکارۍ سازمان(SCO)، د اسیا د جنوب د سیمه ییزو همکاریو سازمان (SAARC)، د افغانستان لپاره د سیمه ییزې اقتصادی همکارۍ کنفرانس (RECCA)، د اسیا د تعامل او باورجوړولو د تدبیرونو کنفرانس (CICA)، د اقتصادی همکارۍ سازمان (ECO)، خپلواک مشترک المنافع دولتونه (CIS)، د اسیا - اروپا اقتصادی ټولنه (EEU) د یورواسیا اقتصادی ټولنه (EurAsEC)، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE)، د عمومی امنیت د تړون سازمان (CSTO)، د مرکزی اسیا د اقتصاد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی پروګرام (UNSPECA) او د مرکزی اسیا د اقتصادی همکارۍ سازمان (CAREC) پر رول ټینګار کوو.
28 . موږ د سیمه ییزو سازمانونو هغو فعالیتونو ته چې په سیمه کې د باور د رامنځته کولو په موخه کارکوی، درناوی کوو. په دې برخه کې د اسیا د تعامل او باورجوړولو کنفرانس د راتلونکې ناستې چې په استانه کې جوړیږی، هرکلی کوو. د پورتنیو تدبیرونو او د (CICA) د کار ترمنځ د د دوه اړخیزه پوتانسیل د ځواکمنتیا له په پام کې نیولو سره، موږ د استانبول د بهیر او (CICA) ترمنځ مطلوبه همغږی هڅوو.
29 . موږ د CAREC,RECCA,CICA,ECO,UNSPECA,OICاوSAARC په ګډون په سیمه ییزوسازمانونو کې د افغانستان د فعالې برخې اخیستنې چې اوسمهال د هغو غړیتوب لری، هرکلی کوو او د شانګهای د همکارۍ سازمان له پریکړې څخه چې افغانستان ته یې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې په وروستۍ ناسته کې چې د 2012 م کال د جون له 6- 7 په بیجیګ کې جوړه شوې وه د څارونکی په توګه غړیتوب ورکړ، هر کلی کوو، موږ همداراز د شانګهای د همکارۍ سازمان له پریکړې څخه چې د ترکیې جمهوریت ته یې د دیالوګ د شریک په توګه رول ورکړ هرکلی کوو.
30 . د سیمه ییزو سازمانونو له لارې د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د یوې منظمې لارې چارې د اهمیت په یادولو سره، موږ همداراز د افغانستان او د هغه د لیرې او نږدې بېلابېلو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو، درې اړخیزو او څلور اړخیزو دوامداره او لنډمهاله نوښتونو ارزښت درک کوو. موږ غوښتنه کوو، تر هغه ځایه چې دغه بهیرونه له سیمې سره د افغانستان د همکارۍ او یا په ټوله کې د سیمه ییزې همکارۍ طرحې ته با ارزښته وی، هرڅومره چې اړین وی باید وساتل او تکرار شی.
31 . د همکارۍ د ډول ډول بهیرونو ترمنځ د زیاتې همغږۍ لپاره، موږ د دې پیشبینی کوو چې د وزیرانو په هره ناسته کې دې د سیمه ییز سازمانونه او لیواله ادارو د بلنې پربنسټ، د مهمو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې شی، او افغانستان به د بېلابېلو درې اړخیزه او څلور اړخیزه بهیرونو د پرمختیاوو په اړه د سیمې هیوادونو ته معلومات وړاندې کوی.
32 . موږ یو ځل بیا، د سیمې په کچه امنیت او پایداره پراختیا ته د لاسرسی لپاره د سیمه ییزې همکاری د تر ټولو مهمې ستراتیژۍ په توګه خپله کلکه ژمنه تکراروو او د افغانستان او د هغه د شاوخوا سیمې د ګډو ګټو له پاره د استانبول د بهیر او نورو شته میکاینزمونو او بهیرونو له لارې د ګډ کار پر هیله ټینګار کوو.
33 . موږ د استانبول له کنفرانس څخه وروسته د وزیرانو د دې لومړنۍ تعقیبی ناستې د کوربه توب له امله د افغانستان له اسلامی جمهوریت نه د قدردانی مراتب څرګندوو او په سیمه کې د دوامدار امنیت او باورجوړولو په ګټه د استانبول بهیر د پرمخ بیولو لپاره د افغانستان د مشرۍ او ژمنې ستاینه کوو.
34 . موږ د استانبول بهیر د وزیرانو د بلې ناستې د کوربه توب له امله د قزاقستان د لیوالتیا هرکلی کوو او په دې برخه کې پریکړه کوو چې د استانبول بهیر د وزیرانو راتلونکې ناسته به د 2013 م کال په لومړۍ نیمایی کې د استانې په ښار کې جوړه شی.
35 . دغه اعلامیه د 2012 م کال د جون په 14 مه چې د 1391 کال د غبرګولی له 25مې سره سمون لری د اسیا زړه هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو استازو له لوری چې: د افغانستان اسلامی جمهوریت، د آذربایجان جمهوریت، د چین د خلکو جمهوریت، د هند جمهوریت، د ایران اسلامی جمهوریت، د قزاقستان جمهوریت، د قرغیزستان جمهوریت، د پاکستان اسلامی جمهوریت، د روسیې فدراسیون، د سعودی عربستان شاهی هیواد، د تاجیکستان جمهوریت، د ترکیې جمهوریت، د ترکمنستان جمهوریت، متحده عربی امارات او ازبکستان په کې شامل دی تصویب شوه.
36 . استرالیا، کاناډا، د ډنمارک شاهی هیواد، د مصرعربی جمهوریت، د فینلنډ جمهوریت، د فرانسې جمهوریت، د المان فدرالی جمهوریت، د ایټالیا جمهوریت، د عراق جمهوریت، جاپان، د ناروې شاهی هیواد، اسپانیا، سویډن، بریتانیا او د امریکا متحده ایالات او همدارنګه د آغا خان پرمختیایی شبکه، د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو اقتصادی همکاریو ټولنه، د ګډامنیت تړون سازمان، په اسیا کې د تعامل او باورجوړولو کنفرانس، د اقتصادی همکارۍ سازمان، د اسیا د جنوب د سیمه ییزې همکارۍ ټولنه، د شانګهای د همکارۍ سازمان، اروپایی ټولنه، ناټو، د اروپا د امنیتی او اقتصادی همکارۍ سازمان او د ملګرو ملتونو سازمان، د دغې اعلامیې د تصویب ملاتړ او هرکلی کوی.