د پاکستان لوړې محکمې نن په یوه حکم کښې ددغه هیواد د لومړې وزیر یوسف رضا ګیلانی صلاحیت رد کړ او ددغه هیواد ولسمشر آصف علی زرداری ته یې حکم وکړ چې د نوی لومړې وزیر د ټاکلو لپاره لازم اقدامات وکړی . د پاکستان لوړې محکمې تیر اپریل لومړی وزیر ګیلانی پړ وپیژانده چې ولی یې د محکمې حکم ته سپکاوی کړی او د ولسمشر زرداری دمالی دوسیو د پرانیستلو په اړه یې د سویس حکومت ته لیک نه دی استولی . ګیلانی وخت درلوده چې د محکمې په دغه حکم اعتراض وکړی ، خو دا کار یې ونکړ . دا په داسی حال کښې دی چې د ګیلانی وکیل وایی یوازې ولسی جرګه د لومړې وزیر د صلاحیت د ردیدو صلاحیت لری .