افغانستان دامریکا دمتحده ایالاتو دافشاشویو سندونو له دقیقی څیړنې وروسته دهغو په باب خپل نظر څرگندوی. افغانستان دامریکا دمتحده ایالاتو دافشاشویو سندونو له دقیقی څیړنې وروسته دهغو په باب خپل نظر څرگندوی. د جمهوری ریاست دمطبوعاتی دفتردمعلوماتوله مخې : دافغانستان اسلامی جمهوریت جمهور رییس حامدکرزی نن په یوه خبری کنفرانس کې ددغه ټکی په څرگندولو سره وویل : دملی امنیت مشاوریت اودبهرنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه وړکړه چې دغه سندونه دهیواد دملی امنیت دگټو په چوکاټ کې په دقت سره وڅیړی اوکه چیری نوی حقیقت پکې پیدا شو دافغانستان حکومت به خپل نظر څرگند کړی. دغه راز جمهوررییس زیاته کړه هیله لرو چې افغانستان ، زموږ ګاونډی هیوادونه اودامریکا دمتحده ایالاتو په ګډون زموږ متحدین له هغو ټولو حقایقو څخه چې له دغوسندونو څخه ترلاسه کیږی خپل راتلوونکی چلند لپاره درس واخلو اوکه چیری ددغو سندونو له مخې ضرورت پیداکړو چې دتروریزم پرخلاف دمبارزې لاری چاری بدلی کړو افغانستان به له شک پرته دبدلونونو غوښتوونکی شی . جمهوررییس دافغانستان ددریځ په بیانولو سره څرگنده کړه: افغانستان له خپلو گاونډیو سره ددوستانه اوپیاوړو اړیکوپرمختیا ته دوام ورکوی څرنګه چې موږ په یوه داسې سیمه کې یو چې دایران اوپاکستان په گډون له خپلو گاونډیو سره نږدی اړیکی او آن خپلوی لرو . له دې امله موږ دتروریزم اوبنسټ پالنې پرخلاف دمبارزې لپاره چې موږ ټول ورڅخه زیانمن یو دښواړیکواو دښه والی اوتفاهم په لاره کې خپلو هلوځلو ته دوام ورکوو او له هغو حقیقتونو سره چې افشاشوی دی افغانستان له تروریزم سره دمبارزې اوله گاونډیوسره ددوستانه اړیکو دپرمختیالپاره په خپل هوډ کې بدلون نه راولی . دافغانستان داسلامی جمهوریت جمهور رییس دبهرنیو هیوادونو داستخباراتو لاسوهنی ته دافغانستان دځواب په باب وویل دې مسالې ته عملی ځواب په یوه ورځ اویوه میاشت کې نه کیږی دایو بهیردى اوافغانان پوهیږی چې دهغوى پرخلاف څه عملونه ترسره کیږی او آن له امریکا څخه مخکې پوهیدل په دې برخه کې دافغانستان غږ تل لوړ و خو داچې ولی نړۍ ورته پاملرنه نه کوله یوه بیله پوښتنه ده . البته موږ دافغانستان خلکو ته دامنیت تامینول دجګړی ددوام له لاری نه ونیو، په همدی دلیل موله خپلو متحدینو څخه ډیر پخوا غوښتنه کړې ده چې له تروریزم سره جګړه دافغانانو په کلیو اوکورونو کې نه ده بلکی دهغوی په پټنځایونو ، روزنځایونو او دتمویلولو په ځایونو کې ده چې له ا فغانستان څخه بهر پراته دی . دا چې افغانان څومره توان لری چې دغه پټنځایونه له منځه یوسی یوه بله پوښتنه ده او زموږ په ملی حواکمنی پوری اړه لری اوهلې ځلې کوو چې دخبروله لاری اوله نورو لارو څخه دغه کار ترسره کړو خو زموږ متحدین داځواک لری اوپوښتنه دلته ده چې ولی دغه کارنه کوی دغه پوښتنه په نړیوالو پوری اوله تروریزم سره په نړیواله مبارزه پوری هم اړه لری چې هغه هدف ته چې دلته راغلی دی او له هغه ځایه څخه چې خطر متوجه ده ولی دهغه پرخلاف اقدام نه کوی . جمهوررییس دامروز دتلویزیون دخپرونودبندولو دحکم په باب وویل : افغانستان دنړۍ دمحدودو هیوادونو په ډله کې دى چې رسنی یې له پراخی ازادی څخه گټه اخلی او ویاړهم پری کوی او ډاډه اوسی چې دافغانستان حکومت په هیواد کې دازادی کلک اوټینگ بنسټ دی . موږ هیڅکله د جمهوررییس ، وزیرانو ، حکومت د عملونو اونورو مسالو په باب درسنیو دنیوکو په وړاندی کوم غبرگون نه دی ښودلی او دامساله دهغوی حق بولو خودمذهب اودافغانستان دخلکو ترمنځ دبی اتفاقی اچول اوملی بی اتفاقی اچول ملی خیانت بولو. له دې امله له هیڅ ډول ملاحظی اومخالفت پرته دملی امنیت او ملی یووالی پرضد دیو عمل په توگه دافغانستان په کابینه کې دامروز دتلویزیون دخپرونو دبندولو پریکړه وشوه. څرنگه چې په دغه تلویزیون کې داسې خبری خپرې شوې وې چې زموږ هیوادیې په مسقیم ډول دبی اتفاقی اونفاق په لور سوق کاوه. درسنیو دنده دافغانستان دملی گټو په چوکاټ کې دحکومت دکړو وړو روښانه کول اوداطلاعاتو رسول دی نه دهیواد دله منځه وړلو لپاره هلې ځلې. جمهوررییس څرگنده کړه چې حکومت په دې برخه کې ډیر قاطع دى او داطلاعاتو اوفرهنگ وزیر ته لارښوونه ورکړی شوې ده چې ټولو رسنیو ته ابلاغ کړی که چیری رسنۍ بی اتفاقی ته لمن ووهې ملی خیانت بلل کیږی اوپه وړاندې به یې قانونی اقدام وشی . جمهوررییس دامریکا دبهرنیو چارو وزارت په تورلست کې دطالبانو دیوشمر نویو افرادو دشاملولولپاره دیوه امریکایی جنرال دوړاندیز په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل په تورلست کې دنویو افرادو شاملول دامریکا کاردى . په افغانستان پوری اړه نه لری خوپه دې برخه کې دافغانستان دریځ ډیرڅرگند دى یعنی غواړو دسولې په لور گام پورته کړو او افغانستان کوم تورلست نه لری او هم نه غواړی کوم تورلست ومنی ، موږ دسولې په لور ځو او غواړو هغه ټول وروڼه چې د هردلیل له مخې یې لاس په وسله پوری کړی دى اودخپل هیواد پرخلاف فعالیت کوی په دې شرط چې دالقاعدې غړی نه وی او له نورو تروریستی سازمانونو سره اړیکه ونه لری اودافغانستان پرخلاف دکرکی په جګړه کې شامل نه وی خپل کور اوبانډی ته راستانه شی او راتگ ته یې ښه راغلاست وایو اوبیا هغوی ته خطاب کوم چې هره ګولۍ چې دتاسو له ټوپک څخه راوځی ستاسو په خپل اولاد، کور اوسر اومال باندې لگیږی نه په بل چا او ورته وایو چې دبل چاټوپک دى په خپل مټ ایښی خپل اولاد وژنۍ نوپردی ټوپک اوپردی گولۍ له خپلو لاسونو څخه لری وغورځوى اوپه خپل کورکې اوله خپل ملت سره یوځاى خپل ژوند بیا له سره پیل کړی. دغه راز حامدکرزی دخبری کنفرانس په پیل کې دافغانستان دخلکو په استازیتوب هغو ټولو کورنیو ته چې دسیلاونو، په واټ کې دبمی چاودنو اوهوایی بمباریو له امله یې په دې وروستیو ورځو کې خپل خپلوان له لاسه ورکړی دی ډاډ گیرنه او خواخوږی څرګنده کړه او ویې ویل چې دهغوى غم دټولو افغانانو غم دى