Back
طالبان د لومړی ځل لپاره له افغان حکومت سره خبرو ته لېوالتیا ښودلې
طالبان د لومړی ځل لپاره له افغان حکومت سره خبرو ته لېوالتیا ښودلې
Published: 1391/04/20 14:3News ID: 10788

د افغانستان جمهور رییس پرون وویل؛ چې طالبانو د لومړی ځل لپاره دافغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته لیوالتیا ښودلې ده.
حامد کرزی پرون په توکیو کې خبریالانو ته وویل؛ چې دوه اونۍ مخکې د افغانستان د سولې د عالی شورا استازو، د طالبانو او اسلامی حزب له استازو سره د کیوتو د ښار په دوشیشه پوهنتون کې لیدلی دی.
حامد کرزی وویل، ملا دین محمد چې د طالبانو له خوا یې په دغې غونډې کې برخه اخیستې وه؛ ویلی چې طالبان د سولې خبرو ته تیار دی.
د افغانستان جمهور رییس وویل، چی د دوشیشه په غونډه کې د افغانستان د شخړې د سوله ییز حل په لارو چارو خبرې وشوې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې؛ چې د دوی یو استازی په دغې غونډې کې برخه اخیستیې خو کومه ژمنه یې نه ده کړې.