Back
د ایبک په پېښه کې د ځینو چارواکو په ګډون 22 تنه وژل شوی
د ایبک په پېښه کې د ځینو چارواکو په ګډون 22 تنه وژل شوی
Published: 1391/04/24 17:41News ID: 10840Source: ایرکا خبری آژانس

د سمنګان د مرکز ایبک ښار په ځانمرګی برید کې ،چې د ولسی جرګې د یوه وکیل احمدخان سمنګانی د لور د واده په مراسمو کې شوى، د ځینو لوړ پوړو چارواکو په ګډون 22 تنه وژل شوی او تر 40 ډېر ټپیان دی.
د عینی شاهدانو په وینا، یوه ځانمرګی برید کوونکی نن (د چنګاښ 24مه) سهار شاوخوا اووه نیمې بجې په ایبک ښار کې د سمنګانی د لور د واده د مراسمو پر مهال د قصر الماس هوټل په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه.
په شمال کې د پولیسو د 303 پامیر زون د قوماندانۍ ویاند لعل محمد احمدزی پژواک اژانس ته وویل، ځانمرګى برید په داسې حال کې وشو، چې په خپله احمدخان سمنګانى د هوټل په دروازه کې د مېلمنو هرکلی ته ولاړ و.
هغه زیاته کړه، چې په دې پېښه کې د سمنګانی په ګډون 22 تنه وژل شوی او تر 40 زیات ټپیان دی.
په سیمه کې یوې بلې امنیتی سرچینې، چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وویل، چې په دې پېښه کې د سمنګانی ترڅنګ د دغه ولایت د ملی امنیت رییس خان محمد، د سمنګانو پخوانى والی اقبال منیب، د سمنګانو سناتور محمداصف،په بلخ ولایت کې د جمعیت اسلامی ګوند مشر زلمى یونسی او یو شمېر نور کسان وژل شوی دی.
نوموړې سرچینې دغه راز زیاته کړه، چې په ولسی جرګه کې د بلخ استازى محمداسحق رهګذر ټپی شوى دى.
خو ددې ولایت امنیه قوماندان وایی چې منیب او اصف مړه نه بلکې ټپیان شوی دی.
د سمنګانو والی خیرالله انوش د یادو کسانو وژنه نه تاییدوی او نه یې هم ردوی.
هغه پژواک اژانس ته وویل، چې دغو چارواکو په یاد واده کې ګډون درلود، خو دا چې وژل شوی که ژوندی دی، دى یې په اړه څه نه شی ویلى.
انوش هم ومنله، چې په دې پېښه کې تر 20 تنو زیات وژل شوی او شاوخوا 40 نور ټپیان دی.
په بلخ کې د جمعیت اسلامی د وژل شوی مشر زلمی یونسی د کورنۍ یوه غړی هم د هغه وژنه تایید کړه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې په برید کې د سمنګانی په ګډون یو شمېر کسان وژل شوی دی.
صدیقی په دې اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، چې په دغه برید کې د یو شمېر نورو کسانو ترڅنګ د لوېدیځې حوزې د پولیسو قوماندان سیداحمد سامع هم ټپی دى.
د ملی امنیت یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شی، پژواک ته وویل، چې په یاد برید کې د سمنګانو د ملی امنیت مشر خان محمد هم وژل شوى دى.
عینى شاهدان وایی، چې په برید کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر دې دمه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دى اخیستى.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، چې د سمنګانو ولایت طالبانو تر اوسه دوى ته د یادې پېښې په اړه معلومات نه دی ورکړی.
هغه وویل: سمنګانی ډېرې شخصی دښمنۍ درلودې او تر اوسه دا هم نه ده معلومه ، چې دا پېښه د ځانمرګی برید له امله وه، که چاودنه وه؛ ځکه اوس به له وخت څخه مخکې وی، چې په دې اړه پرېکنده دریځ خپل شی.