Back
حامد کرزی د امریکا سفیر ته د علامه سیدجمال الدین افغان دولتی نښان ورکړ
حامد کرزی د امریکا سفیر ته د علامه سیدجمال الدین افغان دولتی نښان ورکړ
Published: 1391/04/27 8:37News ID: 10871Source: ایرکا خبری آژانس

ولسمشر حامد کرزی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ښاغلی راین کراکر ته د علامه سید جمال الدین افغان عالی دولتی نښان ورکړ.
د هېواد جمهور رئیس ښاغلی راین کراکر ته چې د افغانستان او امریکا تر منځ یې د اړیکو په لا پیاوړی کولو او د امریکا اوسیدونکو او نړیوالو ته یې د افغانستان د سم او مناسب ورپېژندلو په برخه کې د قدر وړ خدمتونه تر سره کړی، د اساسی قانون د 64مې مادې او 19 فقرې له مخې د علامه سید جمال الدین افغان عالی دولتی نښان ورکړ.
په دغو مراسمو کې چې نن مازدیګر په ارګ کې تر سره شول، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملی امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او د جمهوری ریاست د عالی مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم ګډون کړی و.
ښاغلی راین کراکر چې په افغانستان کې یې اوس د کار موده پای ته رسېدلې ده، د 2011 کال د جولای له میاشتې را په دې خوا د امریکا متحده ایالاتو سفیر و.