Back
دافغانستان اوپاکستان ګډه بیانیه
دافغانستان اوپاکستان ګډه بیانیه
Published: 1391/04/31 18:1News ID: 10928Source: ایرکا خبری آژانس

افغان ولسمشر او دپاکستان لومړی وزیر په افغانستان کې دمیشتو وسله والو ډلو لکه طالبانو حزب اسلامی اوددولت نورو مخالفو وسله والو ډلو له شتون سره په افغانستان دسولې او ثبات رامنځته کولو په برخه ژمن شول . په هغه ګډه خبرپاڼه کې چې دولسمشر کرزی او راجا پرویز اشرف له لیدنې وروسته خپره شوه پکې ویل شوی چې دواړو لور و دافغان دولت له مخالفو وسله والو ډلو سره دخبرو په دوام ټینګا روکړ . افغان ولسمشر په افغانستان کې دسولې په برخه کې دپاکستان له رول څخه په ستاینې سره ټینګا روکړ چې دطالبانو او نورو ډلو لپاره دسولې او ملی پخوالاینې سره دیوځای کېد لپاره عمومی اعلان کولای شی چې په دې هېواد کې داوږد مهالې سولې او امنیت رامنځته کېدل تضمین کړی . دپاکستان لومړی وزیر هم یوځلې بیا په افغانستان کې دسولې او ثبات رامنځته کېدو په برخه کې دخپل هېواد دولت او خلکو ملاتړ ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې اسلام آباد به په افغانستان کې دسولې او ثبات رامنځته کولو په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړی . دپاکستان لومړی وزیر نوموړی ته له دندې سپارلو راهیسې له عربستان ورسته دادویم بهرنی سفرؤ چې یې افغانستان ته ترسره کوی چې ویل کیږ ی داسفر دطالبانو په مسائلوپورې اړونده دی پاکستان دامهال دطالبانو پروړاندې دخپل دریځ دروښانه کولو له امریکا سره ددې ډلې خبرو ته دمجبوره کولواو په افغانستان کې دتاوتریخوالی رامنځته کولو پریښودو په موخه ترفشار او دباو لاندې دی . عربستان له پاکستان متحده عربی اماراتوسره په 90 لسیزه کې دطالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی ؤاو واشنګټن اسلام آباد له دې ډلې څخه په ملاتړ تورنوی چې له دې امله خو امریکا دواشنګټن او اسلام آباد داړیکو دعادی کولوپه چوکاټ کې په پاکستان کې دطالبانوپروړاندې په یوه واحد دریځ پسې دی . ځکه چې دامریکا پوځی او سیاسی چارواکی پاکستان له څو اړخونو له طالبانوڅخه په ملاتړ تورنوی . نوپه دې سره اسلام آباد په ځانګړې توګه دپرویزمشرف له واکه له ګوښه کېدو وروسته له افغان دولت څخه په خپل ملاتړ او له طالبانوسره په مقابلې کولو ټینګارکړی دی یعنې هغه موضوع چې څو ځله دافغان او پاکستانیو چارواکو ترمنځ دلیدنوکتنوپرمهال پرې ټینګارشوی دی . داپداسې حال کې ده چې افغان دولت دطالبانو پروړاندې دپاکستان دمرستو له څرنګوالی خوښ نه دی په داسې ډول چې ددواړو هېوادونو اړیکې تل دوسله والو طالبانو دبریدونو په سرحدی سیمو دبریدونو او دکډوالو تراغیزو لاندې دی . نوله همدې امله خوکابل اواسلام آباد هیله لری چې افغانستان ته دراجا پرویز اشرف په سفر سره ددواړو هېوادونو ترمنځ داړیکو یونوی او تازه فصل پرانستل شی . په افغانستان کې دپاکستان دسنتی سیال هندوستان رول تل دکابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکو پروړاندې یوه ستونزه ده . له دې سربېره اسې ښکاری چې داسلام آباد دولت غوښتنه دافغانستان په سیاسی جوړښت کې دطالبانو دځایګاه مشخصول دی . ترڅو دپاکستان ونډی هم دنورو ګاونډیو په څېر دراتلونکو بدلونونوپرمهال په افغانستان کې برابروی