Back
په خوګیاڼو کې چاودنې څلور عام وګړی ووژل
په خوګیاڼو کې چاودنې څلور عام وګړی ووژل
Published: 1391/04/31 18:7News ID: 10930Source: ایرکا خبری آژانس

د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله څلور عام وګړی ووژل شول.
د خوګیاڼو ولسوال حاجی سیدالرحمن د چنګاښ په 31مه ایرکا خبری آژانس ته وویل، چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نیمې بجې شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې چاودنه د ملکی وګړو پر سراچه موټر د ولسوالۍ د کوز بیار په سیمه کې شوې، چې له امله یې څلور ملکی وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دی.
نوموړى وایی، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان نشته او ټپیان ځایی کلینیک ته لېږدول شوی دی.
د خوګیانو د کلینک یوه کار کوونکی چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، وویل، چې د دوو ور وړل شوو ټپیانو روغتیایی حالت ښه نه دى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دی ویلی.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ننګرهار امنیت یو ځل بیا خراب شوى، تېره اونۍ د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره دوه ځایه چاودنې او برید شوى و، چې له امله یې ملکی وګړو او دولتی ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
دغه راز تېره شپه ګډو ځواکونو په سره رود ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر ضد عملیات کړی چې له امله یې یو ماشوم وژل شوى او دوه نور ټپی دی.