Back
طالبانو د هالنډ د پرېکړې هرکلی وکړ
Published: 1389/05/09 0:0News ID: 1103Source: ایرکا خبری آژانس

د هالنډ یوې ورځپاڼې راپور ورکړ، چې طالبانو له افغانستان څخه د هالنډی ځواکونو د وتلو په اړه د هالنډ د حکومت د پریکړې هرکلى کړى.
د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی، د هالنډ فولکس کرانت ورځپاڼې ته ویلی، طالبان د زړه له کومې، د هالنډ د حکومت د دې پریکړې هرکلی کوی او مبارکی ورته وایی.
په افغانستان کی د دېره، شاوخوا دوه زرو هالنډی عسکرو د ماموریت موده د راتلونکی یکشنبې په ورځ پای ته رسیږی.
دې ځواکونو څلور کاله وړاندی په افغانستان کې خپل پوځی ماموریت پیل کړی و.
ناټو له هالنډ څخه غوښتی، چې په افغانستان کې دې خپل پوځی ماموریت د 2011 کال د آګست ترمیاشتې پورې وغځوی.
په افغانستان کې تر دا مهاله 24 هالنډی عسکروژل شوی دی.
هالنډی پوځیان په اروزګان ولایت کې مېشت دی او ټاکل شوې ده د هغوی ځاى امریکایی پوځیان ونیسی.
کاناډا، چې پوځیان، یې په کندهار کې دېره دی، هم ویلی، چې له افغانستانه خپل ځواکونه باسی.
بریتانیا بیا ویلی، چې له څلورو تر پنځو کلونو پورې به له افغانستانه خپل ټول محارب پوځیان وباسی او امریکا بیا ویلی، چې د راتلونکی (2011) کال له جولای څخه به د خپلو ځواکونو په ایستلو پیل وکړی.