Back
افغان چارواکو په پاکستان کې له ملابرادر سره خبرې کړی
افغان چارواکو په پاکستان کې له ملابرادر سره خبرې کړی
Published: 1391/05/22 19:18News ID: 11149Source: ایرکا خبری آژانس

سپنتا په کابل کې رویټرز خبری اژانس ته وویل:«موږ له ملابرادر سره لیدلی. زموږ پلاوی له ملابرادر سره د دې لپاره خبرې وکړې چې د سولې د خبرو په باب د ده په نظر پوی شو.»
تاند- د افغانستان د حکومت استازو په پاکستان کې د ملاعمر له پخوانی مرستیال ملابرادر سره، چې له څه باندې دوو کلونو راهیسی په پاکستان کې بندی دی، کتلی دی.
افغان او پاکستانی چارواکو له ملابرادر سره د افغانستان د حکومت د استازو کتنه تایید کړه، ویې ویل چې دا کار له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د خبرو د لارې له اوارېدو سره مرسته کولی شی.
د ولسمشر کرزی د ملی امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا رویټرز خبری اژانس وویل چې افغان پلاوی له ملابرادر سره دوې میاشتې مخکې په پاکستان کې کتلی دی.
ملابرادر له 2010 کال راهیسی په پاکستان کې بندی دی.
سپنتا په کابل کې رویټرز خبری اژانس ته وویل:«موږ له ملابرادر سره لیدلی. زموږ پلاوی له ملابرادر سره د دې لپاره خبرې وکړې چې د سولې د خبرو په باب د ده په نظر پوی شو.»
افغان چارواکو په 2010 کې د ملابرادر له نیول کېدو وروسته له پاکستانه بیا بیا غوښتنه وکړه چې د دوی استازی پرېږدی چې له نوموړی سره خبرې وکړی خو پاکستان تل د افغان چارواکو غوښتنه ردوله.
افغان چارواکی وایی چې ملابرادر د دې لپاره ونیول شو چې هغه د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو لپاره په پټه تماس نیولی و.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک هم وویل پاکستان افغان پلاوی ته اجازه ورکړې چې له ملابرادر سره ووینی.
ملک وویل:«موږ له افغانستان سره پوره همکاری کوو هرڅه چې دوی په افغانستان کې د سولې د پروسې لپاره غواړی موږ ورسره مرسته کوو.»
افغانستان او پاکستان تېره میاشت موافقه وکړه چې په خپل منځ کې د افغانستان د سولې په باب په منظم ډول خبرې پیلوی.
په همدې منځ کې راپورونه وایی چې پاکستان له امریکا او افغانستانه غوښتنه کړې چې د وزیرستانونو په برخه کې خپلې پولې د څه مودې لپاره وتړی ځکه چې د پاکستان پوځ غواړی چې د حقانی پر شبکې عملیات وکړی.
له تېرو څو ورځو راهیسی په دې اړه راپورونه ورکول کېږی خو دا راپورونه تراوسه پوری باوری سرچینو نه دی تایید کړی او نه هم افغان اوامریکایی پوځیانو په پولو کې اقدامات پیل کړی دی.