په هلمند کې د ملی اردو لس سرتیری تیره شپه د وسله والو طالبانو په حمله کې وژل شوی او څلور تنه ټپیان دی. د هلمند د والی ویاند داود احمدی وایی، چې دا پیښه تیره شپه د واشیر ولسوالۍ د ګرازان په سیمه کې د ملی اردو پر یوې پوستې د طالبانو د حملې له امله رامنځته شوه. نوموړی دا راز وویل، چې له تیری شپې راهیسې د دې پوستې پینځه تنه سرتیری لادرکه دی. د 215 میوند قول اردو مرستیال غلام فاروق پروانی دا پیښه تایید کړه، خو په اړه یې نور جزیات نه دی ورکړی. بل خوا وسله وال طالبان بیا وایی، چې په دې حمله کې د ملی اردو د قرار ګاه شپاړس سرتیری وژل شوی او د دوی یوه اندازه وسلې هم د طالبانو لاس ته ورغلی.