Back
د شکایتونو کمېسیون 68 کاندیدان نغدی جریمه کړل
Published: 1389/05/11 0:0News ID: 1143Source: آژانس خبری ایرکا

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولسی جرګې ته 68 کاندیدان، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کړنلارې خلاف یې په منعه شویو ځایونو کې عکسونه لګولی وو، 8 زره افغانۍ نغدی جریمه کړل.
دغه څرګندونې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړی او ویاند احمد ضیاء رفعت د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبری ناستې ته وکړې.
نوموړی وویل، چې پرېکړه یې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو مبارزو د 12مې مادې د دستور العمل پربنسټ کړې ده.
هغه وایی، چې د ټاکنو قانون د63 مې مادې پربنسټ، دا کړنې ټاکنیزې سرغړونې دی او د شکایتونو د کمېسیون له لوری کاندیدان نغدی جریمه شول.
د نوموړی په وینا، هر جریمه شوى کاندید مکلف دى، چې 8000 افغانۍ نغدی جریمه ورکړی، خپلې ټولې تبلیغاتی پاڼې، عکسونه او شعارونه له منعه شویو ځایونو پاک کړی او که چېرې تر لسو ورځو پورې دا چارې ترسره نه کړی، نو درنه سزا به ورکړل شی.
خو نوموړی، د دغې درنې جزا په اړه معلومات ورنه کړل.
هغه وویل، چې له دې ډلې څخه 67 کاندیدان په کابل او یو یې په ننګرهار ولایت کې جریمه شوى او په هرات ولایت دا ډول 40 نورې دوسیې تر کار لاندې دی، چې په نږدې ورځو کې به بشپړې شی.