ولسی جرګې د ولسمشر کرزی له لوری د دفاع، کورنیو او سرحدونو د وزارتونو او د ملی امنیت د ریاست لپاره نومول شویو کسانو ته نن په داسی حال کې رایې ورکړې چې د ټولو 249 وکیلانو له ډلې 241 تنه حاضر ول.د تایید لپاره 121 رایو ته اړتیا ده. جرګې د غونډې په پیل کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په هغه کې د یوې خصوصی امریکایی کمپنۍ له لوری د اسلام ستر پیغمبر ته د بې حرمتۍ فلم غندل شوی او هغه د ټولو اسنانی ارزښتونو خلاف او ادیانو ته سپکاوی بلل شوی دی. ولسی جرګې د دغه فلم په وړاندې د افغانستان د لا سخت عکس العمل لپاره د درې ګونو قواوو د ګډې غونډې غوښتنه وکړه. د ولسی جرګې یوه غړی لطیف پدرام د دغه فلم په خاطر له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو د تړون د لغوه کېدو یا ځنډېدو غوښتنه وکړه. دا شېبه په ولسی جرګه کې رایې شمېرل کېږی. بسم الله محمدی ( د دفاع وزیر وزیر ومنل شو) موافقې رایې: 124 مخالفې رایې: 98 سپینې رایې:11 باطلې رایې:8 مجتبی پتنګ ( کورنیو چارو وزیر ومنل شو) موافقې رایې: 129 مخالفې رایې: 92 سپینې رایې: 11 باطلې رایې:9 حاجی دین محمد ( د سرحدونو او قبایلو د چارو وزیر ونه منل شو) موافقې رایې: 117 مخالفې رایې:108 سپینې رایې:8 باطلې رایې:8 اسدالله خالد ( د ملی امنیت رییس ومنل شو) موافقې رایې:143 مخالفې رایې: 88 سپینې رایې:11 باطلې رایې: 9