د خوست امنیتی مسؤلینو د حزب اسلامی د ویاند هغه ادعا ردکړه، چې ویلی وو د نادرشاه کوټ د ولسوالۍ د شمباووت په سیمه کی یې د افغان او ناټو ځواکونو درې موټرې له سپرو سرتېرو سره یو ځاى له منځه وړی. په خوست کې د ملی اردو د لومړۍ لوا قومندان جنرال محمد اسرار رسنیو ته وویل، چې په همدې سیمه کې د افغان او ایتلافی ځواکونو له خوا د شمشیر په نامه په روانو پوځی عملیاتو کې څلور مخالفین ژوندی نیول شوی دی. ده دا هم وویل، چې دغه عملیات، چې د زمری د میاشې په نهمه نېټه پیل شوی، تر 18 مې نیټې به دوام وکړی.