د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامدکرزی نن له غرمې مخکې د استرالیا له صدراعظمې مېرمن جولیا ګیلارد سره وکتل. په دې کتنه کې چې په ارګ کې تر سره شوه، د افغانستان د ملی ځواک په جامو کې پر بهرنیو سرتېرو د بریدونو،د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو او له 2014 کال وروسته د استرالیا د همکاریو د دوام او څرنګوالی په اړه خبرې اترې وشوې. د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی مېرمن ګیلارد ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د استرالیا د مرستو او همکاریو له امله مننه او قدردانی وکړه. د استرالیا صدراعظمې مېرمن جولیا ګیلارد ډاډ ورکړ چې هېواد به یې له افغانستان سره د لاسلیک شوی ستراتیژیک سند په چوکاټ کې خپل ماموریت او مرستو ته دوام ورکړی. دې زیاته کړه چې استرالیا غواړی له 2014 وروسته هم له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو په ځانګړی ډول د روغتیا، معارف او امنیتی ځواکونو د روزنې په برخو کې مرسته او همکاری وکړی.