Back
سېلابونو د ملاکنډ او سوات لارې وتړلی
Published: 1389/05/13 0:0News ID: 1185Source: ایرکا خبری آژانس

په خیبر پښتونخوا کې د ملکنډ ایجنسۍ لور ته پر غزیدلې لارې لوی پل سېلاب لاندې کړى دى او له دغې سیمې سره د ځمکې له لارې تګ راتګ بند شوى.
د سوات له مرکز مینګورې سره هم د سوات د پورته برخو لارې تړل شوې دی.
د خیبر پښتونخوا سېلاب ځپلو اوسیدونکو تر دې وړاندې هم د مرستو له بهیره شکایت درلود، اوس چې په ځینو برخو کې لارې هم تړل شوی دوى یې لا اندېښمن کړی دی.
ویل کیږی، چې له پېښور پرته تر ټولو زیات ملکنډ ډېره ځپل شوى.
تر اوسه د دغو سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر شپاړس سوو ته رسیږی، خو په زرګونو کسان لا هم په اوبو کې ګیر پاتې دی.
په پېښورکې د بېړنیو چارو د ادارې چارواکو وېره څرګنده کړې ده، چې ښایی د ورسک د اوبو بند سېلابونه مات کړی.
له همدې وېرې په سیمه کې یو شمېر کلیو ته وار له مخه خبردارى ورکړل شوى دى، چې له کورونو ووځی.
که چېرته د ورسک د اوبو بند مات شی، نو دا وېره شته، چې ان د پېښور ښار اوبه لاندې کړی.