Back
نیوزلنډ، له پښتونخوا سره د مرستې اعلان وکړ
Published: 1389/05/13 0:0News ID: 1186Source: ایرکا خبری آژانس

د نیوزلنډ حکومت د پښتونخوا له سیلاب ځپلو سره د دوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ، خو خپله نیوزلنډیان پرې خوښ نه دی.
د نیوزلنډ د رسنیو له رپوتونو سره سم دا مرستې به د ملګرو ملتونو، سره صلیب او نورو نادولتی مرستندویه ټولنو له لارې ولګیږی.
د نیوزلنډ ورځپاڼو ته د خلکو غبرګون د مرستو په باب مثبت نه دی.
ځینو شک ښوولى، چې دا مرستې شاید د طالبانو لاس ته ولویږی.
نورو بیا ویلی، چې د سیلاب ځپلو پر ځای به پیسې د چارواکو جیبونه ډک کړی.
یو شمېر نورو بیا ویلی، چې خپله په نیوزلنډ کې اقتصادی وضعه خرابه ده او باید دا پیسې په کور دننه لګول شوې واى.
تر اوسه د دغو سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر شپاړس سوو ته رسیږی، خو په زرګونه کسان لا هم په اوبو کې ګیر پاتې دی.