د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال وایی چې د هرمز تنګی امنیت وړیا نه دی او دا ناشونې ده چې د ایران د نفتو صادرات محدود شی، خو له بلې خوا د نورو لپاره د وړیا امنیت تمه وشی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچی د جمعې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلی وو چې د لبنان د اوربند له اعلان وروسته، د هرمز تنګی د ټولو بېړیو پر مخ پرانیستل شوی دی.

وروسته د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د خاتم‌الانبیا مرکزی قرارګاه ویاند اعلان وکړ چې د امریکا له لوری د ژمنو د نقض له امله د هرمز تنګی یو ځل بیا تړل شوی او دغه ستراتیژیکه لار د ایران د وسله‌والو ځواکونو تر سخت کنټرول لاندې راغلې ده.

په همدې حال کې، د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمدرضا عارف پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلی: «د هرمز تنګی امنیت وړیا نه دی؛ د ایران د نفتو صادرات نه شی محدودېدلی، په داسې حال کې چې د نورو لپاره د وړیا امنیت تمه کېږی.»

هغه زیاته کړې: «انتخاب روښانه دی: یا د ټولو لپاره ازاد د نفتو بازار او یا هم د ټولو لپاره د لوړو لګښتونو ګواښ.»

د هغه په وینا، د سون‌توکو د نړۍوالو بیو ثبات د ایران او د هغه د متحدینو پر وړاندې د اقتصادی او پوځی فشار په پای ته رسېدو پورې تړاو لری.