د اسلامی امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د حکومت د اوسنیو غړیو او القاعده ترمنځ د اړیکو ادعا رد کړې او ویلی یې دی چې دا ادعا "په بشپړ ډول ناسمه" ده.
نوموړی زیاته کړې چې په افغانستان کې هیڅ بهرنۍ وسلهواله ډله فعالیت نه لری.
ذبیح الله مجاهد له طلوعنیوز سره په خبرو کې ویلی چې دا ډول ادعاوې د اسلامی امارت پر وړاندې د عامه ذهنیت د ګډوډولو په موخه مطرح کېږی.
ښاغلی مجاهد ویلی: «دا ادعا ښایی د دې لپاره مطرح شی چې د عامه ذهنیت د اسلامی امارت او مسوولینو پر ضد مغشوش کړی او یو ډول پروپاګند جوړ کړی تر څو سیاسی فضا ګډه وډه شی. او یا هم هغه باور ته زیان ورسوی چې اوس شتون لری.»
دا په داسې حال کې ده چې د منځنی ختیځ انسټیټیوټ په یو تازه خپاره شوی راپور کې ادعا کړې چې د اسلامی امارت شاوخوا 55 غړی له القاعده ډلې سره اړیکې لری.
د سیاسی چارو شنونکی، معینګل څمکنی په دې اړه وایی: «هغه سازمانونه چې دا راپورونه جوړوی؛ موږ پوهېږو چې دا سازمانونه له چا سره تړلی دی او له چا ملاتړ او لارښوونې ترلاسه کوی. په حقیقت کې دا د لوېدیځ له پروګرامونو څخه یو دی چې غواړی په افغانستان کې مداخله وکړی.»
سره له دې چې اسلامی امارت په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې څو ځله د افغان خاورې له خوندیتوب او افغانستان کې د ترهګرو ډلو د نه حضور په اړه نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی خو داسې ښکاری چې دا ډاډ لا هم د ځینو هېوادونو او سازمانونو لپاره بسنه نه کوی.
