د رییس الوزرا د حکم پر بنسټ به کابل او ولایتونو کې له نن (دوشنبې) وروسته د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې خلکو ته د شرعی قبالې، د مالیې ټکټ او د معاملاتو د لارښوونې د دفتر یا عرفی سند له تایید وروسته د ودانیو جوړولو اجازه ورکړ شوه.
د دې ترڅنګ ښاروالۍ باید د جومات د امام تاییدی هم واخلی.
ریاست الوزرا د یوه مکتوب په خپرولو سره دغه اجازه ورکړې او زیاته کړې یې ده چې دغه کار یې په ځانګړې توګه د کډوالو د بې سرپناهۍ لپاره کړی دی.
په دغه مکتوب کې له ښاروالیو غوښتل شوی چې په راتلونکې یوه میاشت کې هغه سپینې ساحې چې د معقولو دلایلو له امله (د سېلابونو راوتلو، تاریخی ساحو او نورې هغه ساحې چې د ودانۍ قانون په کې نه تطبیق کیږی) د ودانۍ جوړولو اجازه نه ورکوی، مشخصې کړی.
د دغه مکتوب لهمخې که په بې نقشې سیمو کې د کورونو له جوړونکو دې د ژمنه واخیستل شی چې د ښاری پلان د تطبیق پر مهال حق نه لری چې د کور ویجاړېدو پر مهال د خسارې غوښتنه و کړی.
د ودانۍ جوړونکی یوازې کولای شی د اوسېدو په موخه کور جوړ کړی چې له تاکاوۍ پرته درې پوړه وی.
همدا راز ودانۍ دې د عمومی سړکونو پر مسیر او د ښاری پلان مطابق په ممنوعه سیمو کې نه وی.
دغه مکتوب کې دا هم راغلی چې په هغو ښارونو کې چې ښاری پلان نشته، ښارولۍ دې د شرعی قبالې، د مالیې ټکټ د معاملاتو د لارښوونې د معاملاتو د دفتر یا عرفی سند او د جومات د امام له تایید وروسته د ودانۍ جوړولو اجازه ورکړی.
د ریاست الوزرا له لوری په دغه مکتوب کې په ډاګه شوې چې د نوی کابل پروژه له پورتنیو مسایلو مستثنی ده.
په دغه مکتوب کې د کورنیو چارو وزارت او امنیه قومندانیو له امنیتی منسوبینو او مسوولینو غوښتنه شوې چې د ښارولیو له تقاضا پرته د ودانیو د جوړونکو په کار کې لاسوهنه نه کوی.
