جمهور رئیس حامد کرزی د افغانستان د انتخاباتی شکایتونو په کمیسیون کې د بهرنیانو له ګډون سره مخالفت وښود او دا یې د ملی حاکمیت پر خلاف وباله. ولسی جرګې په دې وروستیو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د صلاحیتونو او تشکیلانو نوی قانون تصویب کړ چې له مخې یې ملګری ملتونه کولای شی دوه بهرنیان د انتخاباتی شکایتونو په کمیسیون کې شامل کړی. خو جمهور رئیس حامد کرزی نن په یوه خبری کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې په دې اړه وویل: (د افغانستان لپاره چې د اساسی قانون له تصویب وروسته یې د خپل حاکمیت پر لور ګامونه اخیستی، د افغانستان د انتخاباتی پروسې کې د بهرنیانو حضور د هېواد له ملی حاکمیت سره سم نه دی.) د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د صلاحیتونو او تشکیلاتو نوی قانون د مشرانو جرګې تصویب او د جمهور رئیس توشیح ته هم اړتیا لری.