Back
زرداری: نړیواله ټولنه د افغانستان جګړه بایلی
Published: 1389/05/13 0:0News ID: 1197Source: ایرکا خبری آژانس

د پاکستان جمهور رئیس اصف علی زرداری فرانسوی ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلی، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې روانه جګړه بایلی.
د فرانسې لی مون ورځپاڼې د زرداری له قوله لیکلی، نړیوال ائتلاف له وړاندې نه د عامو افغانانو د زړونو او ذهنونو په ګټلو کې پاتې راغلى دى.
د پاکستان جمهور رئیس د خپل هېواد د دریځ په باب په داسې حال کې خبرې کوی، چې د راپورونو له مخې، دغه هېواد له وسلوالو طالبانو سره اړیکې او خواخوږی لری.
د ویکی لیکس انټرنټ پاڼې په زرګونو خپرو شویو اسنادو کې اکثره سندونه د پاکستان د دغه ارتباط په اړه دی.
په دغو اسنادو کې د پاکستان د استخباراتو د پخوانی مشر جنرال حمید ګل نوم زیات یاد شوى، چې طالبانو ته یې امکانات برابر کړی.
زرداری د بریتانیا د صدراعظم ډېوېډ کامرون پر هغو څرګندونو هم انتقاد وکړ، چې ویلی یې وو، پاکستان له طالبانو سره نژدې اړیکې لری.
تردې یوه اوونۍ مخکې د بریتانیا صدراعظم ویلی وو، چې په پاکستان کې ځینې کړۍ شته، چې له طالبانو سره هم لار لری او له نړیوالې ټولنې سره هم اړیکې پالی.
زرداری په داسې حال کې د نورو هېوادونو په سفر وتلى، چې په هېواد کې یې سختو سېلابونو شا و خوا شپاړس سوه کسان وژل او تر یو ملیون ډېر وګړی بې کوره او ځپل شوی دی.