په کندهار کې د اسلامی امارت د رهبر په حضور کې د اسلامی امارت د بیا واکمنۍ پنځمه کلیزه ونمانځل شوه.

د اسلامی امارت رهبر شیخ هبت‌الله اخندزاده په دې غونډه کې له خلکو غوښتی چې خپلمنځی یووالی او یو بل منل وساتی.

نوموړی د خپلو خبرو په بله برخه کې د عدالت پر تأمین او د شرعی احکامو پر پلی کېدو ټینګار وکړ.

د اسلامی امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده وویل: «زه پر تاسو د شریعت احکام صادروم او پلی کوم. د شریعت خلاف ماته اجازه نشته او ژمنه کوم چې پر همدې بنسټ به عمل کوم. کوم شریعت چې پر تاسو پلی کوم، پر ځان یې هم پلی کوم او ځان پرې مکلف ګڼم.»

د اسلامی امارت مشر همداراز ویلی چې د پخوا پر خلاف، اوس په ټول هېواد کې حاکمیت «سراسری او قاطع» دی.

شیخ هبت‌الله اخندزاده ویلی، افغانستان د اسلامی شریعت پر بنسټ له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د نړیوالې ټولنې له لوری یې د اوسنی حکومت پر نه رسمیت پېژندلو نیوکه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «پرونی حکومت چې ان پر یوې ولسوالۍ یې هم حاکمیت نه درلود، نړۍ په رسمیت پېژانده؛ خو نن چې د اسلامی امارت حکومت پر ټول افغانستان حاکم دی، په رسمیت یې نه پېژنی.»

د 1400 لمریز کال د زمری پر 24مه، د کابل له سقوط سره په هېواد کې جمهوری نظام پای ته ورسېد او د افغانستان په معاصر تاریخ کې نوی پړاو پیل شو.

له 1400 کال راهیسې هر کال د زمری 24مه هېواد کې په بېلابېلو بڼو نمانځل کېږی.